لاس رسیدونکی لینک

افغانستان: ډرون حملو کې د داعش اؤ طالبانو 56 جنګیالي وژل شوي


بریدونه په موټرو اؤ غونډو د شپې ناوخته ترسره شوي دي

راپورونه وایي تیره شپه ناوخته بې پلوټه امریکایې جاسوسي الوتکو د افغانستان په ختیز ولایت ننګر هار کې د القاعده اؤ طالب جنګیالو په ضد چټک بریدونه ترسره کړي چې په دغو بریدونو کې ددواړو خواؤ څخه لږ تر لږه 56 جنګیالي وژل شوي دي .

د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدالزي مطبوعاتو سره خبرو کې منلې ده چې بریدونو کې د 50 ؤ نه زیات د القاعده اؤ طالب جنګیالي وژل شوي.

راپورونه وایي د ډرون دغه بریدونه د ختیز ولایت ننګرهار د هسکې مینې اولسوالۍ په ګرګري سیمه کې د نهي اؤ شورو په مینځ شپه شوي چې پکې د داعش اؤ طالب جنګیالو موټرې اؤ پټنځایونه په نخښه کړل شوي دي.

هسکه مینه د ننګرهار هاغه اولسوالي ده چې طالبانو د خپل سره حکومت په لړ کې دننګرهار د ولایت مقام ګرځولي دي.

د پژواک خبري اژانس په نوم د افغانستان یوه خبري اداره وایي د ډرون دغه بریدونو کې د طالبانو څلویښت اؤ د داعش شپاړس جنګیالي وژل شوي چې دداعش دوه مهم سیمه ایز کمانډران بلال اؤ معراج هم پکې شامل دي.

د تیرې څه مودې راهسې داعش په ډیرې چټکیا سره افغانستان کې خپل وجود پراخه کوي خو یاغي طالبان وایي کله به هم داعش افغانستان کې فعالیت کولو ته پرې نه ږدي.

راپورونه وایي دا مهال د ننګرهار یو شمیر سیمو کې د داعش اؤ طالبانو جنګیالي یو بل سره په جګړو بوخت دي چې په سوونو کسانو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی اؤ هم ددغو جنګونو له امله د شینوارو سیمو ځخه په زرګونو سیمه ایز خلک په ګډو کولو مجبور شوي دي.

د ننګرهار دوالي ویاند ښاغلي عبدالزي داهم وئیلي دي چې تیره شپه هسکه مینه کې دداعش اؤ طالبانو په ضد کوم ډرون بریدونه ترسره شوي په هغې کې عامو وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوختي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي.

     

XS
SM
MD
LG