لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې د رېل ګاډو د پټړۍ نه غورځېدو پېښه کې ۲۴ کسان وژل شوي


چارواکو وئيلي د شورو د سحر پورې د رېل ګاډي نه ۳۰۰ مسافر راويستل شوي او پېښه کې د نورو خلکو د مړينې ويره ده .
چارواکو وئيلي د شورو د سحر پورې د رېل ګاډي نه ۳۰۰ مسافر راويستل شوي او پېښه کې د نورو خلکو د مړينې ويره ده .

په هند کې د مسافرو دوه رېل ګاډي د سېلاب له امله د پټړۍ نه په درياب کې غورځېدلي ، چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي .

د چارواکو په وينا دغه پېښه د هند مدهيا پردېش رياست کې د نهې او شورو په منځنۍ شپه کې هغه مهال رامنځته شوې چې کله رېل ګاډي د مچک درياب سره په يو وړوکي پُل تېرېدل .

چارواکي وايي د شپې د تيارې له کبله د مسافرو د رېل ګاډي نه راويستو کارونه د ستونزو سره مخ ؤ .

خو چارواکو وئيلي د شورو د سحر پورې د رېل ګاډي نه ۳۰۰ مسافر راويستل شوي او پېښه کې د نورو خلکو د مړينې ويره ده .

د هند وزيراعظم نريندر مودي په ټويټر پېغام کې وئيلي ، دعاګانې يې د رېل ګاډو د پېښې د متاثرينو سره دي او زياته کړې يې ده امدادي ټيمونه او چارواکي په مېدان د هر قسمه مرستو دپاره موجود دي .

مودي پېښه کې د خلکو په مړينه خفګان او د متاثره کورنو سره يې غمرازي څرګند کړې ده .

هند په هغو غټو هېوادونو کې شامل دی چرته چې نزدې ۲۰ ملينه خلک په يو ورځ کې په رېل ګاډو کې سفر کوي ، په دغه هېواد کې اکثر په پټړيانو د رېل ګاډو پېښې رامنځته کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG