لاس رسیدونکی لینک

افغان حکومت وايي يواځې طالبانو سره خبرې نه شي کولی


د افغانستان دولت طالبانو او د حکومت مخالفه نورې وسلې ډلې يواځې د وسله والو په توګه پېژني ،

د افغانستان د صدر اشرف غني د دفتر څخه په جاري شوي يو تازه بيان کې وئيل شوي چې افغان دولت د طالبانو د ډلې او حقاني شبکې په مشرۍ تازه بدلونونه په نظرکې ساتي او د افغان دولت مخالفه ټولو وسله والو ته په يو نظر ګوري .

د صدارتي ماڼۍ لخوا په جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې د افغانستان حکومت ته د هېواد د سياسي نظام سره هيڅ ډول موازي او متضاد حرکت د منلو وړ نه دی .

او زياته کړی شوې ده چې د افغانستان دولت طالبانو او د حکومت مخالفه نورې وسلې ډلې يواځې د وسله والو په توګه پېژني ، او دويې سره به هم په دغې عنوان خبرې اترې کوي .

د صدارتي دفتر په بيان کې دا هم وئيل شوي چې دولت يې د سولې د خبرو په ضد د هر ډول څرګندونو او په دغه لار کې د خنډانو جوړولو غندنه کوي .

د افغانستان د صدارتي دفتر لخوا دغه بيان په داسې مهال مخې ته راغلی چې تېره اوونۍ د افغان طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې د خبر نه پس د افغان حکومت او طالب استازو ترمينځ په دويم ځل ټاکل شوې خبرې ځنډېدلې وې .

د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ په دويم ځل خبرې هم پاکستان کې ټاکل شوې وې او د تېرې جمعې په ورځ ترسره کېدې ، له دې څو اوونۍ وړاندې پاکستان کې په لمړي ځل د دواړو فريقو ترمينځ خبرې شوې او د دغې عمل جاري ساتلو وئيل شوي وو .

په عېن حال کې نن د ګل په ورځ د پاکستان وزيراعظم نوازشريف او د پوځ مشر جنرال راحيل شريف هم د افغانستان د سولې په موضوع خبرې کړي دي .

د ملاعمر د مړينې نه پس اوس دغه پوښتنې راپورته شوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ د سولې خبرې به څنګه په وړاندې لاړې شي .

او د افغان طالبانو نوي ټاکل شوي مشر ملااختر منصور هم په خپل لمړي پېغام کې وئيلي د امن او جنګ ټولې فېصلې به د اسلامي قانون په رڼا کې کولی شي ، او په خپلو پلويانو يې د طالبانو د کمپائن په اړه خورېدونکو ګنګوسو ته د پام نه ګرځولو غږ کړی دی .

بل لورته داسې راپورونه هم مخې ته راغلي چې د ملااخترمنصور د طالبانو د مشر په جوړېدو هم اعتراضونه شوي او د ملاعمر خپلوانو او ځينې نور طالب مشرانو لخوا غوښتنه شوې چې نوی مشر دې د طالبانو د شورا او په غټه کچه د جنګي کمانډرانو د رائې شمارې نه پس وټاکل شي .

د طالبانو د مشرملاعمر د مړينې په اړه د تېرې شورو په ورځ د افغان صدر د دفتر لخوا په جاري شوي بيان کې وئيل شوي وو چې هغه د کال ۲۰۱۳م د اپرېل په مياشت کې پاکستان کې مړ شوی دی .

خو د طالبانو لخوا د ملاعمر د مړينې په اړه وئيل شوي ؤ چې هغه د دوه اوونو راهسې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی ، او زياته کړی شوې وه چې هغه د کال ۲۰۰۱ نه پس د افغانستان نه بهر نه دی تلی .

XS
SM
MD
LG