لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني مشرانو افغانستان کې دسولې په موضوع خبرې کړي


د افغانستان د طالبانو مشر ملاعمر د مړينې دخبر نه پس پاکستان کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمينځ په دويم ځل ټاکل شوې خبرې ځنډېدلې وې .
د افغانستان د طالبانو مشر ملاعمر د مړينې دخبر نه پس پاکستان کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمينځ په دويم ځل ټاکل شوې خبرې ځنډېدلې وې .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف او د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف نن په يوه ليدنه کې په سيمه کې د روانو حالاتو په تناظر کې د افغانستان د روغې جوړ د خبرو په اړه غږېدلي دي .

د وزيراعظم د دفتر څخه جاري شوي يو بيان ترمخه نن د ګل په ورځ دواړو مشرانو د وزيراعظم په ماڼۍ کې ليدلي دي ، او پاکستان کې د امنيت ترڅنګ يې په سيمه کې روانو حالاتو باندې خبري کړي دي .

بيان کې وئيل شوي وزيراعظم او د پوځ مشر په ملک کې د امنيت په حالاتو خبرې کړي دي ، او په دغه مهال يې سيمه ييزه حالاتو ته په کتو د افغانستان د روغې جوړې په عمل هم بحث کړی دی .

پاکستاني چارواکو د افغانستان د روغې جوړې په عمل په داسې حال کې خبرې کړي ، چې تېره اوونۍ د افغانستان د طالبانو مشر ملاعمر د مړينې د خبر خپرېدو سره سم د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ په دويم ځل کېدونکې خبرې ځنډېدلې وې .

د تېرې شورو په ورځ په مطبوعاتو د ملاعمر د مړينې د خبر خپرېدو وروستو د افغانستان حکومت او بيا طالبانو خپله د دغې خبر تائيد کړی ؤ .

د ملاعمر د مړينې خبر په داسې مهال مخې ته راغلی ؤ چې يوه ورځ وروستو په پاکستان کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمينځ په دويم ځل خبرې ټاکل شوې وې .

د زيارت په ورځ د پاکستان د دفترخارجه لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ؤ ، چې د طالب مشرانو په وينا د جمعې په ورځ ټاکل شوې خبرې وځنډول شوې .

د پاکستان د دفترخارجه وياند قاضي خليل الله له دغې وړاندې مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ؤ پاکستان په افغانستان کې امن غواړي ، او په افغانستان کې د سولې په عمل کې د اسانيتاؤ ورکولو کردار ترسره کوي .

له دې څو اوونۍ وړاندې د پاکستان پلازمينې اسلام اباد سره نزدې د سېلګرۍ په سيمه مري کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمينځ په لمړي ځل خبرې شوې وې ، او په دغه خبرو کې وئيل شوي ؤ چې د خبرو عمل به جاري ساتلی شي .

خو د ملاعمر د مړينې نه پس د طالبانو نوي ټاکل شوي مشر ملا اخترمنصور په خپل لمړي پيغام کې وئيلي ؤ د امن او جنګ ټولې فېصلې به د اسلامي قانون په رڼا کې کولی شي ، او په خپلو پلويانو يې د طالبانو د کمپائن په اړه خورېدونکو ګنګوسو ته د پام نه ګرځولو غږ کړی ؤ .

د افغان حکومت او طالب استازو ترمينځ په لمړو خبرو کې چې د امريکې او چين استازي موجود ؤ ، د ملاعمر د مړينې نه پس هم امريکې په افغان طالبانو او حکومت د سولې د خبرو جاري ساتلو غږ کړی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG