لاس رسیدونکی لینک

د کُردانو په ځانمرګي بريد کې د ترکي دوه عسکر وژل شوي


د ګورنر د دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه بريد په اګري صوبه کې د ايران پولې ته نزدې شوی دی ، او دوه ټنه بارودي مواد پکې کارول شوي دي .

د ترکي په ختيز کې د کُردستان ورکر پارټۍ (پي کی کی) ياغيانو نن د اتوار په ورځ يو پوځي پوست باندې ځانمرګی بريد کړی چې پکې دوه عسکر وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل شوي دي .

د ګورنر د دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه بريد په اګري صوبه کې د ايران پولې ته نزدې شوی دی ، او دوه ټنه بارودي مواد پکې کارول شوي دي .

راپورونه وايي تازه پېښه به د پي کی کی او ترکي ترمينځ تشدد نور زيات کړي ، کومه سلسله چې يوه اوونۍ وړاندې پېل شوې او په ترکي او شمالي عراق کې په کُرد ياغيانو بمباري شوې ده .

د عراقي کُردستان د سيمې صدر د خالي په ورځ يو بيان کې په دواړو فريقو د امن خبرو بيا پېل کولو غږ کړی دی .

صدر مسعود بارزاني وئيلي چې ، پي کی کی دې خپل جنګيالي د کُردستان نه بهر کړي ځکه چې د ترکي فضائي بمبارۍ کې عام خلک نه په نخښه کيږي نوموړي د ترکي په فضائي عملياتو هم نيوکې کړي دي .

د بارزاني د دفتر لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي ، مونږ په کُردستان کې په بمبارۍ کې د خلکو د وژنې غندنه کوؤ او د ترکي نه غوښتنه کوؤ چې په عامو خلکو بيا بمباري نه کوي .

د بارزاني کُردستان ډيموکريټک پارټۍ او پي کی کی ترمينځ اکثر لانجې ليدل شوي ، خو عراق لوري ته د پي کی کی جنګيالو ته په لري پرتو علاقو کې پناه هم ورکوي .

XS
SM
MD
LG