د امريکې خارجه وزير جان کېري نن د اتوار په ورځ د مصر خارجه وزير سره د امنيت په سر خبرې پېل کړي دي ، دغه خبرې د مصر حکومت ته په جزيره نما سنائي کې د ترهګرۍ راپېښو خطرو په اړه کيږي .
امريکايي چارواکي وايي د جان کېري د مصر خارجه وزير سميع شکري سره د دغو خبرو مقصد بيا هغه سټراټيجيکي اړيکې پېل کول دي ، کومې چې د امريکې بشري حقونو د هغو اندېښنو وروستو په قلاره شوې وې ، کله چې په کال ۲۰۱۳م کې د پوځ لخوا د مصر منتخب صدر محمدمرسي لرې کړی شو .
د کال ۲۰۰۹م نه پس دواړو ملکونو په شراکت دارۍ نېغ په نېغه خبرې نه دي کړي .
څيړونکي وايي مصر سره په ليدنه کې به جان کېري ته اصل چېلنج دا وي چې د ترهګرۍ په ضد سيمه ييز جنګ او مصر کې دننه د روانو حالاتو سره څنګه مخامخ شي .
د امريکې د محکمه خارجه يو لوړ پوړي چارواکي د جان کېري د راتګ نه وړاندې د سنائي په حالاتو خبرې کړي او وئيلي يې دي د مصر استحکام د امريکې ملاتړ ته اړتيا لري .
د امريکې او مصر چارواکي به په ليدنه کې په سياسي، بشري حقونو او اقتصادي چارو هم خبرې اترې کوي .
بل لور ته امريکې مصر ته د اته ؤ اېف ۱۶ الوتکو ورکولو اعلان هم کړی دی ، او امريکا د کال په سر مصر ته د پوځي مرستو په مد کې نزدې ۱.۳ ملينه ډالره امداد هم ورکوي .
د مصر د دورې نه پس به جان کېري قطر ته ځي او هلته به د ګل په ورځ د شپږ عرب هېوادونو ګلف کواپرېشن کونسل (جي سي سي) سره ويني ، او د جي سي سي غړي به ورته د امريکې په ګډون د شپږو قوتونو سره د ايران د جوهري تړون په حقله اندېښنې وړاندې کوي .
ايران سره جوخت پراته شپږ عرب هېوادونه په دې فکرمند دي ، چې ايران سره د جوهري تړون به په سيمه کې ښې اغېزې نه وي .
په جي سي سي کې سعودي عرب، بحرېن، کويت، عمان، قطر او متحده عرب امارات شامل دي .
د امريکې د محکمه خارجه يو لوړ پوړي چارواکي وئيلي د امريکې او جي سي سي د لېدنې دا ښه موقع ده ، چې د شام او يمن په پوله د امنيت په سر به پکې هم خبرې وشي .
جان کېري به دوحه کې د روس خارجه وزير سرګۍ لاروف سره هم د امنيت په اړه وغږېږي او امريکايي چارواکي وايي هيله څرګنديږي چې په دغه ليدنه کې په عراق او شام کې د داعش په ضد د روانې جګړې او يوکرېن په حالاتو هم خبرې وشي .
کېري به د قطر نه د سنګاپور، ملائيشيا او وېتنام سفر کوي .