لاس رسیدونکی لینک

د هند اوبنګله دېش په پوله د پرتوعلاقو دکلونو لانجه ختمه شوې


په دغو سيمو کې اوسېدونکو د علاقو د بدلولو په عمل خوشحالۍ کړي او وئيلي يې دي دويې به اوس خپله پېژندګلو نه پټوي ،

د هند او بنګله دېش په پوله د پرتو يو شمېر علاقو په سر د ۶۸ کلونو لانجه ختمه شوه ، دغه علاقې چې د زرګونو په شمېره کې خلک پکې اوسيږي په دواړه ملکونو کې ځايې په ځايې شوي يا يو بل سره بدلې کړی شوي دي .

د هند او بنګله دېش د حکومتونو ترمينځ د ترسره شوې يوې معاهدې لاندې د ځايي وخت مطابق د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې دغه تړون عملي شوی ، او دغه علاقې د دواړو ملکونو په حدونو کې شامل شوي دي او په بدل شوؤ علاقو کې د ملکونو بېرغونه پورته کړی شوي دي .

د تړون ترمخه د ۱۵۰ نه زياتې علاقې د هند او بنګله دېش برخې ګرځېدلي دي ، د بنګله دېش ځينې علاقې په هند اود هند ځينې علاقې په بنګله دېش کې شاملې شوي دي .

د دغو علاقو اوسېدونکو ته وئيل شوي چې په خپله خوښه دې ځان په کوم يو ملک کې شامل کړي ، او دوې ته به په دغه ملک کې د سکول او صحت سره نورو اسانتياؤ ته رسايي حاصله وي .

په دغو علاقو کې اوسېدونکو خلکو کې ۳۷۷۰۰ کسان د هند او ۱۴۲۰۰ کسان د بنګله دېش لوري ته اباد ؤ او دويې ته ځان د کوم يو ملک د وګړي په توګه پېژندګلو کې ستونزې رامخې ته وې .

په دغو سيمو کې اوسېدونکو د علاقو د بدلولو په عمل خوشحالۍ کړي او وئيلي يې دي دويې به اوس خپله پېژندګلو نه پټوي ، ځکه چې دويې ته د يو ملک شناخت مېلاؤ شو .

راپورونه وايي د روان کال د جون په مياشت کې د هند د وزيراعظم نريندر مودي د بنګله دېش د دورې په مهال د دواړو ملکونو ترمينځ په دغه تړون لاس ليک شوی ؤ چې په پوله پرتې علاقې به يو بل سره بدلې کړي .

د بنګله دېش لخوا په کال ۱۹۷۴م کې د دغو علاقو بدلولو منظوري ورکړی شوې وه خو د هند لخوا پکې خنډان رامخې ته وو ځکه چې په دغه بدلون کې د هند نزدې ۱۰۰۰۰ اېکړه زمکه بنګله دېش پله اوړېدله .

XS
SM
MD
LG