لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو نوى مشر وائي جگړه به روانه وي


 له دې وړاندې دخالي په ورځ طالبانو دحقاني نيټ ورک دباني مشر جلال الدين حقاني دمړينې دراپورونو ترديد کړى دى.
له دې وړاندې دخالي په ورځ طالبانو دحقاني نيټ ورک دباني مشر جلال الدين حقاني دمړينې دراپورونو ترديد کړى دى.

دطالبانو لخوا دخپل نوي مشر مُلا اختر منصور يو اډيو پيغام جاري شوى چې پکې هغه طالب مشرانو،مُليانو، سکالرانو اؤ نورو مشرانو ته باور ورکړى چې دطالبانو له لوري به جگړه افغانستان کې داسلامي نظام تر راوستو جاري وي.

وائس اف امريکا ته په ليږل شوي دغه اډيو پيغام کې مُلا اختر منصور وائي چې دامن اؤ جنگ په گډون به ټولې فيصلې داسلامي قانون په رڼا کې کولى شي، دطالبانو نوى مشر خپلو پلويانو ته مشوره ورکوي چې دطالبانو دکيمپئن لړ کې خوريدونکو افواه گانو لوري ته دې پام نۀ گرځوي.

له دې وړاندې دخالي په ورځ طالبانو دحقاني نيټ ورک دباني مشر جلال الدين حقاني دمړينې دراپورونو ترديد کړى دى.

طالبانو دجمعې په ورځ اعلان کړى ؤ چې دحقاني ځوې سراج الدين حقاني دمُلا دملا اختر منصور ددوؤ مرستيالانو څخه يو ټاکل شوى دى.

دخالي په ورځ وائس اف امريکا اؤ نورو خبري ادارو ته په ليږل په پښتو ژبه ليکل شوي بيان کې دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي جلال الدين حقاني ناروغه ؤ خو اوس په بشپړه توگه روغ دى.

دفدائي محاذ په نوم دطالبانو يوې جدا شوې ډلې چې څو ورځې وړاندې يې دمُلا عمر دمرگ خبر هم ليک کړى ؤ دخالي ورځ دغه ډلې دعوه کړې ده چې دطالبانو باني مشر په حقيقت کې په زهرو وژل شوى ؤ.

امريکا په طالبانو تيره ورځ غږ کړى ؤ چې کابل سره دې دسولې خبرې دوامداره وساتي.

دسولې دخبرو لپاره کارکوونکى لوړپوړى امريکائي ډيپلوماټ، ډينئل فيلډمين وائي امريکا هيله کوي چې ټولې خواوې به دمُلا عمر دمرگ څخه وروستو دجمعې په ورځ دټاکل شوؤ خبرو اترو دمنسوخۍ څخه ورپه اخوا حرکت وکړي.

دجمعې په ورځ فيلډمين کابل کې خبريالانو ته وئيلي دي دا دموقعې يوه واضحه شيبه ده اؤ هغوي طالبانو ته ډاډ ورکوي چې دغه موقع دې افغان حکومت سره دامن لپاره وکاروي اؤ افغانستان کې دې په پرامنه طريقې سره ووسيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG