لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمُلا عمر دمړينې دخبرونو وروستو دسولې خبرې ځنډول شوي

 دخارجه دفتر دبيان ترمخه دافغان طالبانو دمشر مُلا عمر دمړينې دخبرونو له امله دبې باورۍ صورتحال پيدا شوى دى، خو دغه بيان کې دا هم په ډاگه شوې ده چې کوم قوتونه دسولې دخبرو په ضد دي اؤ په بدنيتۍ سره يې اغيزمنول غواړي هغوي به بريالي کيږي نۀ.

دپاکستان خارجه دفتر وئيلي دي دافغان طالبانو دقيادت په خواست دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دسولې دخبرو اترو دوهم پړاؤ ځنډيلى دى.

دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ څو اوونۍ دمخه دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې دپاکستان په کوربه توب نيغ په نيغه خبرې اترې شوې وې اؤ دواړو خواؤ( افغان حکومت اؤ طالبانو) راتلونکو څو اوونو کې په بيا ليدنې اتفاق کړى ؤ.

ټاکل شوې وه دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ به دوهم پړاؤ هم مري کې دجمعې په ورځ ترسره کيږي دپاکستان خارجه دفتر تيره ورځ دافغان طالبانو دمشر مُلا عمر دمړينې دراپورونو دخوريدو وروستو دزيارت په ورځ په يو بيان کې وئيلي دي چې دافغان طالبانو دقيادت په خواست دغه خبرې ځنډيدلي دي.

دخارجه دفتر دبيان ترمخه دافغان طالبانو دمشر مُلا عمر دمړينې دخبرونو له امله دبې باورۍ صورتحال پيدا شوى دى، خو دغه بيان کې دا هم په ډاگه شوې ده چې کوم قوتونه دسولې دخبرو په ضد دي اؤ په بدنيتۍ سره يې اغيزمنول غواړي هغوي به بريالي کيږي نۀ.

دخارجه دفتر ترمخه پاکستان اؤ نورملگري هيوادونه هيله کوي چې دطالبانو قيادت به افغانستان کې دامنيت دټينگښت لاپره دخبرو اترو عمل کې شامل پاتې شي.

له دې وړاندې دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله اسلام اباد کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال وئيلي وؤ چې هغوي دمُلا عمر دمړينې دخبرونو دپخلي هڅه کوي اؤ جاج يې اخلي.

قاضي خليل الله وئيلي وؤ چې پاکستان افغانستان کې امن ته ليواله دى اؤ ددې مقصد لپاره دسولې عمل کې داسانتيا ورکوونکي کردار ادا کوي.

دزيارت په ورځ دافغان طالبانو دوياند ذبيح الله مجاهد له لوري جاري شوي يو بيان کې په ډاگه شوې وه چې دهغوي ډله دسولې خبرو کې دشرکت ملاتړ نۀ کوي.

دافغانستان استخباراتي ادارې دشورو په ورځ وئيلي وؤ چې دافغان طالبانو مشر مُلا عمر دکال ٢٠١٣م داپريل په مياشت کې دکراچۍ په يو هسپتال کې مړ شوى ؤ.

واشنگټن کې دامريکا حکومت هم وئيلي دي چې دطالبانو دمشر مُلا عمر دمړينې خبرونه دباور جوگه دي.

په عين حال کې دميډيا راپورونو کې وئيل شوي دي چې دمُلا عمر مرستيال اؤ دطالبانو دسياسي اؤ عسکري چارو مشر ، مُلا اختر منصور دطالبانو دډلې مشر ټاکل شوى، دغو راپورونو کې دسينئر طالب مشرانو حواله ورکړل شوې خو دطالبانو ډلې تر دې مهاله ددغو راپورونو پخلى نۀ دى کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG