لاس رسیدونکی لینک

دطالبانو لخوا دمُلا عمر دمړينې راپورونه رد


برطانوي خبري شبکې بي بي سي پخپل يو راپور کې دافغان حکومتي اؤ استخباراتي سرچينو په اړه وئيلي دي چې ملا عمر ددوؤ څخه نيولې درې کاله دمخه مړ شوى دى.

افغان طالبانو اؤ روانه اوونۍ کې پاکستان کې د افغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دراتلونکو امن مذاکراتو څخه خبر سرچينو هاغه راپورونه رد کړي چې پکې دطالبانو دمشر مُلا عمر دوژنې دعوه شوې وه.

وائس اف امريکا سره رابطه کې دطالبانو يو وياند په دې خبره زور راوړى چې دهغوي دډلې مشر(مُلا عمر) ژوندى دى.

په کابل کې افغان چارواکو وئيلي دي هغوي دمُلا عمر دمړينې داطلاع پلټنې کوي، نورو خبري ادارو دهغه دمړينې دعوه دسينئر افغان چارواکو په اړه کړې ده.

کابل کې صدارتي وياند سيد ظفر هاشمي دشورو په ورځ خبريالانو سره دخبرو په مهال دمُلا عمر دمړينې دخبر پخلى نۀ دى کړى.

هغه وئيلي دي دمُلا عمر دمړينې په اړه دراپورونو څخه خبر دي اؤ هغوي ددغو راپورونو جاج اخلي اؤ هرکله چې په دغه اړه نور سم معلومات يا مستند راپورونه ترلاسه کړي نو ميډيا اؤ دافغانستان اولس به ترې خبر کړي.

دافغان امن عمل څخه خبر سرچينو هم دمُلا عمر دمړينې دا طلاعاتو ترديد کړى دى اؤ وئيلي يې دي چې ددې مقصد روانه اوونۍ کې پاکستان کې دترسره کيدونکو خبرو اترو دپاټلۍ څخه غورځول دي.

شورو په ورځ په ورځ دميډيا راپورونو کې دافغان چارواکو له خُلې دعوه شوې وه چې دافغان طالبانو مشر مُلا محمد عمر مړ شوى

دمُلا محمد عمر دمړينې په دغه اړه دغه راپورونه په داسې حال کې خپارۀ شوي چې څو اوونۍدمخه دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ نيغ په نيغه دسولې خبرې شوې وې اؤ په لمړي ځل دميډيا راپورونو ترمخه مُلا عمر افغان حکومت سره خبرې اترې جائزې گرځولې وې اؤ ددې ملاتړ يې کړى ؤ.

دپاکستان په کوربه توب دامن دغو خبرو اترو کې دچين اؤ امريکا استازي هم شامل وؤ.

برطانوي خبري شبکې بي بي سي پخپل يو راپور کې دافغان حکومتي اؤ استخباراتي سرچينو په اړه وئيلي دي چې ملا عمر ددوؤ څخه نيولې درې کاله دمخه مړ شوى دى.

راپور کې ديو طالب وياند په اړه وئيل شوي دي چې هغوي به ډير زر يو بيان جاري کړي.

دا لمړى ځل نۀ دى چې دمُلا عمر دمړينې اطلاع ترلاسه شوې له دې وړاندې هم تيرو وختونو کې په گڼو موقعو دملا عمر دمړينې راپورونه ترلاسه شوي وؤ.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون هم دطالبانو ديو پخواني وزير اؤ دمرکزي قيادت دشورا ديو غړي په اړه دنوم نۀ څرگندولو په شرط خواؤشا دوه کاله دمخه دمُلا عمر دمړينې خبر ورکړى دى اؤ وئيلي يې دي چې هغه دوه کاله دمخه دافغانستان لوري ته خاورو ته سپارل شوى دى.

هغه وئيلي دي چې” دملا عمر ځوې دخپل پلار دمړي پيژندگلو کړې ده“

ورځپاڼه زياتوي چې ځينو افغان چارواکو کابل کې ميډيا ته وئيلي دي دپاکستان حکومت هم هغوي ته په ډاگه کړې چې مُلا عمر مړ شوى دى.

ايکسپريس ټريبون دطالبانو دسرچينو په اړه وئيلي دي دنوي مشر لپاره صلاح مشورې روانې دي اؤ په پاکستان کې دجولا ئي په ٣١مه نيټه دامن خبرو اترو څخه دمخه به دهغه دځايې ناستي اعلان وشي.

دورځپاڼې ترمخه اندازې څرگندولى شي چې مُلا برادر به دملا عمر پځايې دطالبانو دنوي افغان مشر ځايې ونيسي.

په ژونديني ملا عمر مُلا برادر اؤ مُلا عبيدالله اخند خپل مرستيالان ټاکلي وؤ، وروستو دطالبانو ترمخه مُلا عبيدالله دپاکستان په يو زندان کې مړ شوى ؤ اؤ مُلا برادر لا پاتې دى.

دراپورونو ترمخه پاکستان مُلا برادر په کال ٢٠١٣م کې دڅو نورو طالب مشرانو سره خوشې کړى ؤ ، خو دطالبانو ځينې مشران په دې خبره ټينگار کوي چې هغه ته دخپلې کورنۍ سره دشريکيدو اجازه نۀ ده ورکړل شوې.

دطالبانو دځينو مشرانو وينا ده چې مُلا برادر ته قطر کې دطالبانو دسياسي دفتر دمشر سيد طيب اغا ملاتړ ترلاسه دى اؤپه طيب اغا به مُلا عمر زيات باور لرلو.

ايکسپريس ټريبون دسرچينو په اړه وائي چې دمُلا عمر ځوې مُلا يعقوب هم دخپل پلار دځايې ناستي په توگه دملا برادر په حق کې دى.

اخوا دپاکستان دانگريزۍ ژبې يوې بلې ورځپاڼې ډان پخپل راپور کې وئيلي دي چې دمُلا عمر دمرگ دافواه گانو په اړه افغان چارواکو يو بيړنى مطبوعاتي کانفرنس رابللى دى.

دطالبانو دسرچينو ترمخه مُلا عمر دافغانستان په قندهار ولايت کې په کال ١٩٦٠م کې په چاه همت نومې کلي کې زيږيدلى ؤ اؤ ديوې مدرسې څخه يې لمړۍ زده کړې کړې وې.

هغه د١٩٨٠ء په لسيزه کې افغانستان کې دسوويت دځواکونو په ضد هم جنگيدلى ؤ اؤ په دغه مهال په ښي سترگه سخت زخمي شوى ؤ.

د١٩٩٦ء څخه دکال ٢٠٠١ء پورې افغانستان کې دطالبانو دحکومت په مهال مُلا عمر درياست مشر ؤ اؤ په ٢٠٠١ء کې دامريکا له لوري دطالبانو دحکومت دتختې اړولو څخه راپديخوا لويه ږيره لرونکى ، يو سترگى مُلا عمر ليدل شوى نۀ دى.

باور کيږي مُلا عمر دطالبانو دگڼو نورو مشرانو سره دپاکستان کوئټې ښار ته تښتيدلى ؤ اؤ دغلته يې دکوئټې شورا جوړه کړې وه، ځينې راپورونه وائي چې هغه دپاکستان کراچۍ ښار ته تښتيدلى ؤ.

سږکال دجنورۍ په مياشت کې افغانستان څخه دزياترو امريکائي پوځيانو دوتلو وروستو امريکا وئيلي وؤ تر هغې به مُلا عمر اؤ نور طالب مشران نۀ په نخښه کوي ترڅو چې هغوي امريکا ته نيغ په نيغه گواښ نۀ وي راولاړ کړى.

XS
SM
MD
LG