لاس رسیدونکی لینک

سعودي اتحاد په يمن کې د پينځه ورځو اوربند اعلان کړی


د سعودي عرب د سرکاري ميډيا ترمخه پوځي عملياتو کې دمه د يمني صدر منصورهادي په خواست شوې ده .

د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد يمن کې د انسانۍ خواخوږۍ په بنياد د پينځه ورځو اوربند اعلان کړی په کوم باندې چې د اتوار د نيمې شپې نه عمل شورو شوی دی .

د سعودي عرب د سرکاري ميډيا ترمخه پوځي عملياتو کې دمه د يمني صدر منصورهادي په خواست شوې ده .

د يمن صدر منصور هادي چې د روان کال په لمړي سر کې د يمن نه رياض ته منتقل شوی ، د جمعې په ورځ يې د سعودي عرب باچا سلمان ته په يو لېږلي خط کې د اوربند خواست کړی ؤ ، د دې دپاره چې د جنګ ځپلي ملک ضرورت مندو ته د خوراک څښاک او دوايانو سره نور ضروري څيزونه ورسول شي .

خو په سرکاري بيان کې وئيل شوي چې د اوربند په مهال د شيعه حوثيانو يا د هغويې د اتحاديانو لخوا د کومې کارروايۍ کولو په وخت سعودي اتحاد د ځواب ورکولو پوره حق محفوظ لري .

تازه اوربند په داسې مهال شوی چې د خالي په ورځ د يمن په تعز ښار کې په فضائي عملياتو کې لږ تر لږه ۸۰ عام ملکي وګړي وژل شوي او د ۱۵۰ پورې نور ژوبل شوي وو .

د ملګرو ملتونو ترمخه د څلور مياشتو په جګړه کې ۳۶۰۰ کسان وژل شوي چې پکې نيمه شمېره د عامو ملکي وګړو ده .

د نړيوالې مرستندويه سازمان ريډکراس کمېټۍ وئيلي چې په يمن کې د عامو ملکي وګړو حال ډېر بد دی .

د سعودي عرب په مشرۍ د خليجې ملکونو اتحاد د مارچ د مياشتې په ۲۶م نېټه د پخواني صدرعلي عبدالله صالح په پلوي پوځ او حوثي مليشا باندې بمباري شورو کړې وه .

XS
SM
MD
LG