لاس رسیدونکی لینک

پاکستان اوافغانستان به په گډه د مذاکراتو نه انکاري تُندلارو نوغی اوباسي


د طارق فاطمي په وينا، پاکستان د اشرف غني د حکومت لخوا افغانستان ته د ودې ورکولو په لړ کې په روانو هڅو کې مرستې کوي .

د پاکستان د وزيراعظم د خارجه امورو خصوصي صلاح کار طارق فاطمي وئيلي پاکستان به د هغو تُندلارو ډلو د نوغي ويستو دپاره د افغانستان سره په گډه کار کوي ، چا چې خبرو ته د کښېناستو نه انکار کړی دی .

نوموړي وئيلي پاکستان د امريکې او ايران ترمينځ د جوهري تړون هرکلی کوي ، او زياته کړې يې ده دغه تړون به د پاکستان دپاره د تېلو نه ډک ګاونډي ملک سره د مرستو په لړ کې د نوؤ لارو پرانستو سبب وګرځي .

طارق فاطمي دغه خبرې د امريکې د اوونيزې دورې په پايې کې د جمعې په ورځ واشنګټن کې مطبوعاتو سره د خبرو په مهال کړي دي .

مطبوعاتو سره د خبرو په وخت د خارجه امورو صلاح کار د افغانستان د صدر اشرف غني د حکومت او طالبانو د استازو د خبرو مېز ته راوستلو په لړ کې د پاکستان د کوششونو تفصيلي يادګېرنه کړې ده .

هغه وئيلي پاکستان د اشرف غني د حکومت لخوا افغانستان ته د ودې ورکولو په لړ کې په روانو هڅو کې مرستې کوي .

نوموړي د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمينځ د پاکستان پلازمينې سره نزدې د سېلګرۍ په مقام د لمړۍ لېدنې په لړ کې د پاکستان د کردار حواله ورکړې او زياته کړې يې ده په هغه ملاقات کې د امريکې او چين استازو هم ګډون کړی وو .

فاطمي دا هم وئيلي چې د واشنګټن ځينې حلقې په غلطه توګه دا ګڼي ، چې د افغان طالبانو د يوې غټې ډلې حقاني شبکې استازو د پاکستان په کوربه توب کې افغانستان سره په ترسره شوؤ خبرو کې برخه نه وه اخيستې .

نوموړي په دې خبره زور راوړی چې د پاکستان لخوا افغانستان او هند په ګډون ګاونډي هېوادونو سره د دوستانه اړيکو اهداف هغه هڅې دي چې اسلام اباد يې د علاقايي سولې او ثبات دپاره کوي .

طارق فاطمي دغه خبرې په داسې مهال کړي چې د جولائي د مياشتې په ۳۱م نېټه پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو په دويم ځل د خبرو اترو کېدو خبرونه مخې ته راغلي دي .

د ايران سره د امريکې د جوهري تړون په اړه فاطمي وئيلي په داسې حال کې چې په دغې تړون لا بحث روان دی ، پاکستان په سويلي او منځنۍ ايشيا کې د راښکاره کېدونکي اسټرټېجيک قوت په توګه د کوم کردار ادا کولو د موقعې سوچ کوي .

د وايس اف امريکا خبريال امان اظهر په خپل راپور کې وايي خصوصي صلاح کار د ايران او پاکستان ترمينځ د يوې لسيزې پخوانۍ ګېس پائپ لائن منصوبې په لړ کې د پاکستان بيا د سره د پېدا کېدونکو نوؤ توقعاتو خصوصي يادګېرنه اوکړه ، کوم چې پاکستان د توانائۍ د خپلو ضرورتونو پوره کولو دپاره ډېره مهمه منصوبه ګڼي .

هغه وئيلي ايران باندې نړيوالو بندېزونو د پائپ لائن منصوبې عملي کېدو په لړ کې د پاکستان لارې محدودې کړې وې .

د سعودي عرب په اړه د دغې سوال، چې سعودي عرب سره د پاکستان نزدې اړيکې دي او په ايران د بندېزونو پورته کېدو پس به پاکستان دواړو سره په تعلقاتو کې توازن څنګه وساتي؟ فاطمي دغې پوښتنې ته ډېر محتاط ځواب وئيلی دی .

طارق فاطمي د خپلې دورې په مهال د امريکې د استازو د اېوان د غړو، سېنېټرانو، رياستي او دفاع د شعبو سره اړونده لوړ پوړو امريکايي چارواکو سره ليدلي دي .

هغه وئيلي د استازو د اېوان د غړو او چارواکو سره ليدنې يې دوستانه، او په ټولو شعبو کې دوه اړخيزه اړيکو ته د ودې ورکولو د پاکستان د خواهشاتو مطابق وې .

XS
SM
MD
LG