لاس رسیدونکی لینک

افغاني میرمنو دداعش په ضد د مبارزې هوډ څرګند کړی


يوه زنانه سياست دانه يواځې له دې امله وژل شوې چې هغه ښځه وه اؤ په ډاگه يې دتندلارو دبربريت په اړه خبره کړې وه

دافغانستان دننگرهار ولايت چارواکو اؤ اوسيدونکو دتندروه ډلې داعش له لوري داسلام په نوم دښځو پخپلو کورونو کې دبندي ساتلو اوسنۍ هڅې رد کړي اؤ وئيلي يې دي لکه دطالبانو په څير به داعش هم په دغه اړه ناکامۍ سره مخ کيږي

دان لائن صحافتي ویب پاڼې سنټرل ایشیاء ان لائن د یو راپور له مخې دافغانستان دننگرهار ولايت يوې ٢١ کلنې طالب علمې صديقه ورته وئيلي دي داعش به پخپل مقصد کې نۀ بريالى کيږي ځکه دهغوي څخه هير دي چې دهغوئ څخه وړاندې طالبان هم په دغه اړه دناکامۍ سره مخ شوېو و.

دفرورۍ په مياشت کې دوژل شوې ولايتي شورا دغړي اؤ پخوانۍ سياستدانې انگيزه شينواري په اړه هغې وويل” يوه زنانه سياست دانه يواځې له دې امله وژل شوې چې هغه ښځه وه اؤ په ډاگه يې دتندلارو دبربريت په اړه خبره کړې وه“

دغه راپور کې راغلي دننگرهار ولايت اوسيدونکو ورته وئيلي دي چې تيره اوونۍ دداعش دکارکوونکو په توگه خپله پيژندگلو کوونکو کسانو په سيمه ييزو خلکو داسې پمفلټونه ويشيلي وؤ چې پکې دداعش له لوري ښځو ته پخپلو کورونو کې دبندي اوسيدو امر شوى ؤ

راپور کې دنوم نۀ څرگندولو په شرط دبټي کوټ اولسوالۍ ديو اوسيدونکي له خولې وئيل شوي چې دجولا ئي په مياشت کې دويرې ترهې خورولو لپاره داعش د ولایت دروغتيا محکمې ديو ټيکيدار څخه سرقلم کړى ؤ.

دهغه په ټکو” ما يو سر پرې کړى مړى ليدلى ؤ اؤ ددړکو څخه ډکه لاسي پرچه هم، خو زۀ اوس نۀ ويريږم“

راپور زیاتوي دبټي کوټ اولسوالۍ سره تعلق لرونکې يوې ښځې گل بي بي دداعش له لوري ښځو ته کورونو کې دپاتې کيدو دوينا څخه وروستو پخپل ردعمل کې وئيلي دي په دې خبره خوشحاله ده چې داعش ښځو ته خبردارى ورکړى ځکه چې دهغې په قول ددې مطلب دا دى چې داعش دښځو څخه ويريږي. هغې پوښتنه وکړه چې په کور کې دښځو بندولو سره داعش څه بدلول غواړى؟

همدغه شان دولايتي شورا يوې غړې نيلوفر عزيز هم وئيلي دي چې ښځې دجهالت دور ته بيا نۀ ځي. هغې وئيلي دي په شخړو اؤ جنگونو کې ښځو دلمړي صف کردار ادا کړى اؤ دداعش له لوري ويشل شوي پمفلټونه ددغو ښځو دمخنيوي پځايې په هاغو کارکوونکو کې اضافه کوي چې په جوش اؤ جذبې سره يې دکار کولو لپاره دتيرو ١٤ؤ کلونو په مهال لږه ډيره ازادي ليدلې ده.

په دغه راپور کې دولايتي شورا ديو بل غړي ايثارالله مراد له قوله وئیل شوي چې دنورې نړۍ سره مقابلې لپاره پکار ده چې خپلو لوڼو ته دتعليم اجازه ورکړل شي، هغه پوښتنه راولاړه کړې چې ايا په کومه لسيزه کې هغوي اوسيږي دا ورته ددې خبرې اجازه ورکوي چې ښځې دې په کورونو کې بندي کړل شي؟

هغه وويل اوس په دړکو يا دمذهب په غلط استعمال سره ښځې ويرول کيدى يا بې لارې کیدی نه شي ځکه چې دغه حربې زړې شوي دي،

هغه وويل ښځې خپل تعليم لوري ته دپام گرځولو غوره موقعې په لاس کې لري ترڅو راتلونکي کې څوک هغوي ته ددړکو کولو جرائت ونۀ کړل شي. دهغه وينا ده اولس به دهاغو خلکو په لاره نۀ ځي کومو چې بې لارې کړى ، هغوي بدې ورځې شپې تيرې کړي اؤ اوس يو څه خوشحالي غواړي اؤ زياته يې کړه چې په ننگرهارولايت کې دتعليم يافته خلکو په شمير کې په چټکتيا سره اضافه کيږي.

په راپور کې راغلي لوري ته دولايتي گورنر يا والي وياند احمد ضياء عبدالزی دعوه ده چې حکومت دتندروه ډلو دله مينځه وړلو توان لري.

دهغه په ټکو” مونږ به کومې ډلې ته اجازه نۀ ورکوؤ چې هغه زمونږ ښځې دکاڼي دور ته ورديکه کړي، مونږ په تعليم کې دنورې نړۍ سره مقابله اؤ يو خوشحاله راتلونکى ليدل غواړو

“ افغانستان کې دتيرو څو مياشتو راهسې مينځني ختيز کې زياتې فعالې ډلې داعش سر راپورته کړى اؤ په ځينو سيمو کې دطالبانو اؤ داعش دجنگيالو ترمينځ دنښتو راپورونه هم ترلاسه شوي دي. امريکائي ورځپاڼې لاس اينجلس ټائمز تيره اوونۍ پخپل يو راپور کې وئيلي وؤ چې افغانستان کې دتندروه ډلې دولت اسلاميه دوفادارو جنگيالو راپورته کيدو سره دتيرکال تر اخره دغه هيواد څخه دپاتې امريکائي پوځيانو دويستلو په اړه دسپينې ماڼۍ پلان تالا ترغه کيدى شي. افغان اؤ دپينټاگون ځينې چارواکي سپينې ماڼۍ څخه غوښتنه کوي چې (افغانستان څخه) دې دامريکائي پوځيانو دويستلو پريکړه واپس کړي، ځکه چې دهغوي په قول که چرې امريکا دمنصوبې سره سم خپل پوځيان(افغانستان څخه) وباسي نو ددولت اسلاميه اثرورسوخ نور هم سيوا کيدى اؤ (افغانستان کې) دامنيت صورتحال هم هاغه شان خرابيدى شي لکه څنگه چې عراق کې شوي وؤ خو افغانستان کې دامريکا لوړپوړي کمانډر، جنرال جان کيمپبل تيره اوونۍ دافغانستان پلازمينه کابل کې دخبريالانو يوې ډلې سره خبرو کې وئيلي وؤ نۀ خو دولت اسلاميه اؤ نۀ هم طالب ياغيتوب راتلونکي کال کې په افغانستان دقبضې کولو لپاره گواښ دى

XS
SM
MD
LG