لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې اؤ عراق کي په جنگيالو دترکي فضائي بريدونه


دترک وزيراعظم احمد داؤد اوغلو ددفتر څخه جاري شوي بيان کې ددغو کارروائيو پخلى شوى دى.
دترک وزيراعظم احمد داؤد اوغلو ددفتر څخه جاري شوي بيان کې ددغو کارروائيو پخلى شوى دى.

ترکي دخالي په ورځ شام اؤ عراق کې دداعش اؤ کرد جنگيالو په ضد فضائي بريدونه دوامداره ساتلي دي.

دجمعې په ورځ هم ترکي په لمړي ځل شام کې دتندروه ډلې داعش هدفونه په نخښه کړي وؤ اؤ اوس يې عراق کې دکالعدم کردستان ورکرز پارټۍ( پي کى کى) په ضد هم فضائي بريدونه پيل کړي دي.

دترک وزيراعظم احمد داؤد اوغلو ددفتر څخه جاري شوي بيان کې ددغو کارروائيو پخلى شوى دى.

٢٠٠٣م کې دامن تړون څخه وروستو دا لمړۍ موقع ده چې ترکي عراق کې کردان فضائي بريدونو کې په نخښه کړي دي.

دسرکاري بيان ترمخه جنگي الوتکو دپي کى کى په ځالو، گودامونو اؤ نورو هدفونو بريدونه کړي دي.

دپي کى کى يو وياند بختيار دووان فرانسيسي خبري ادارې ته وئيلي دي ترک جنگي الوتکو دپولې سره نزدې بمباري کړې اؤ ددې ترڅنگ ځمکني پوځ هم گوله باري کړې ده.

دجمعې په ورځ ترکي دداعش دهدفونو دپه نخښه کولو ترڅنگ امريکائي جنگي الوتکو ته شام کې دتندلارو په ضد کارروائيو لپاره دخپلې پوځي اډې دکارولو اجازه هم ورکړې وه.

انقره کې دخارجه وزارت وينا ده چې دامريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه شام کې دداعش دجنگيالو په ضد جنوبي ترکي کې موجودې ټولې هوائي اډې کارولى شي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG