لاس رسیدونکی لینک

ترکي په شام کې په داعش بمباري کړې


د جمعې په ورځ سحر د ترکي درې اېف ـ ۱۶ جنګي الوتکو په شام کې اهداف په نخښه کړي دي .

ترکي وئيلي په شام کې يې په دولت اسلامي (داعش) فضائي بمبارۍ کړي دي ، او د تُندروه ډلې په ضد يي جنګ کې خپل ککړتوب نور غځولی دی .

د ترکي وزيراعظم احمد داؤد د دفتر څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د جمعې په ورځ سحر د ترکي درې اېف ـ ۱۶ جنګي الوتکو په شام کې اهداف په نخښه کړي دي .

له دې وړاندې د ترکي سرکاري ټي وي "ټي ارټي" وئيلي ؤ ، چې جنګي الوتکې د ترکي د سويلي ختيز ديارباقر ائيربېس نه پورته شوې او په شام کې د هوار کلی يې په نخښه کړی دی .

دغه فضائي عمليات يوه ورځ وروستو له هغې ترسره شوي ، چې د ترکي صدر رجب طيب اردګان امريکې ته په شام کې د داعش په ضد د ترکي د انکرليک ائيربيس ورکولو په خبره د صلاح کېدو خبرونه خپاره شوي وو.

د ترکي ورځپاڼې حريت ، د امريکې وال سټريټ جنرال او نيويارک ټائمز ورځپاڼو رپورټونه خپاره کړي وو ، چې دغه تړون د شورو په ورځ د رجب طيب اردګان او صدر باراک اوباما ترمينځ په ټيليفوني خبرو کې شوی ؤ .

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ ميډيا سره په خبرو کې وئيلي ؤ ، د سيکيورټي اندېښنو په وجه هغه د دې جوګه نه دی ، چې د انکرليک په اړه سوال ته نېغ په نېغه ځواب اووايي .

خو سپينې ماڼۍ په يو بيان کې وئيلي ، چې د دواړه ملکونو مشرانو په عراق کې د امنيت او ثبات او په شام کې د روانې شخړې د سياسي حل دپاره د دولت اسلامي يا داعش د وسله والو په ضد جګړه کې د برخې زياتولو عزم څرګند کړی ؤ .

که څه هم په دغه بيان کې د انکرليک په اړه څه نه دي وئيل شوي ، خو د صدر اوباما او اردګان ترمينځ د مرستو او کوششونو زياتولو پکې وئيل شوي ، چې شام ته د بهر ملکي جنګيالو راتګ ودرول شي او د ترکي سره پوله يې خوندي کړی شي .

امريکايي پوځ انکرليک ائيربېس تر ډېرې مودې کارولی ، خو ترکي د داعش په ضد کارېدو ته نه ؤ ورکړی .

دغه ائيربېس په شام کې د داعش د مهم مرکز راقه نه ۴۰۰ کلوميټره لرې دی ، او دا وخت امريکايي ځواکونه د خپلو اهدافو په نخښه کولو دپاره د عراق هوايي اډه چې ۱۹۰۰ کلوميټره لرې ده ، کاروي .

حريت ورځپاڼې وئيلي د انکرليک عام تړون د جولائۍ په لمړو کی شوی ؤ .

د امريکا په مشرۍ اتحاد په شام او عراق کې په داعش په زرګونو بمونه ورولي ، او وايي د تُندلارو پرمخ وړاندې تګ د مخنيوي سره يې ځينې کاميابۍ هم ترلاسه کړي دي .

خو د دولت اسلامي ډلې سره د سويلي او ختيز عراق او سويلي شام چې د ترکي په پوله پرته ده ، لويه علاقه اوس هم په ولقه کې ده .

د زيارت په ورځ د ترکي پوځ او په شام کې د دولت اسلامي د جنګيالو ترمينځ په پوله باندې انښته کې يو ترکي افسر وژل شوی ؤ .

د ګل په ورځ د ترکي په suruc علاقه کې شام ته امداد وړونکي ۳۲ کسان چې زياتره پکې ځوانان ؤ يو ځانمرګي بريد کې وژل شوي وو . او د ترکي حکومت په لمړي ځل په داعش د دغې بريد تور پورې کړی ؤ .

XS
SM
MD
LG