لاس رسیدونکی لینک

دگوله بارۍ پسرافغانستان دپاکستان سفير غوښتى


کابل کې دپاکستان سفير ابرار حسين دگوله بارۍ په دغه پيښه افغان خارجه وزارت ته غوښتل شوى دى.

افغانستان دپاکستاني پوځ له لوري په افغان خاوره دتيرو څو ورځو راهسې په روانې شکمنې گوله بارۍ کابل کې دپاکستان سفير سيد ابرار حسين غوښتى اؤ هغه يې دغه لړ کې دافغانستان دانديښنو څخه خبر کړى دى.

افغانستان تور لگولى چې پاکستاني عسکر دپولې پورې غاړې څخه دافغانستان په کليو گوله باري کوي چې پکې ديوې ښځې په گډون درې کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

کابل کې دپاکستان سفير ابرار حسين دگوله بارۍ په دغه پيښه افغان خارجه وزارت ته غوښتل شوى دى.

دافغانستان دخارجه وزارت څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه دتيرو څو ورځو راهسې دډيورنډ لا ئن دپورې غاړې څخه دپاکستان دپوځ له لوري پرله پسې گوله باري روانه ده.

افغانستان دعوه کوي چې دغه گوله باري دننگرهار ولايت دنازيان اولسوالۍ په سپين ژى،دوا خُله،چنچرو تنگۍ اؤ کمري لکړ سيمو اؤ دکونړ ولايت په ناړۍ اؤ دشيگل اولسوالو په ډولى خوړ اؤ چوگام سيمو کې شوې ده.

افغان مرستيال خارجه وزير حکمت خليلي کرزي په کابل کې دپاکستان سفير ته وئيلي دي” ددغه شان بريدونو تسلسل دښه گاونډ داصولو اؤ ، نړيوال قانون اؤ معيارونو په ضد دى “ اؤ ددې ترڅنگ ددواړو هيوادونو دوستانه اړيکې هم زيانمنې کولى شي.

حکمت کرزي پاکستان څخه ددغو بريدونو داودرولو غوښتنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دغه بريدونه (افغانستان کې) دپاکستان په ضد کرکې ته هوا ورکوي اؤ ددې ترڅنگ دافغانستان دخپلاکۍ اؤ سيمه ييز سالميت خلاف ورزي هم ده.

خو دپاکستاني پوځ سرچينې بيا دا تورونه ردوي چې گنې دتيرو څو ورځو راهسې دهغوي له لوري دپولې پورې غاړې دافغانستان په خاوره گوله باري روانه ده، خو دغه سرچينې دا خبره مني چې دگوله بارۍ دغه رقم پيښې عموماً هاغه مهال رامينځته کيږي کله چې پوځيان دپولې څخه په وراوړيدونکو جنگيالو ډزې کوي.

يوه مياشت کې دا دوهم ځل دى چې دپولې پورې غاړې څخه دشکمنې گوله بارۍ پسر افغانستان داحتجاج ريکارډ کولو لپاره کابل کې دپاکستان سفير غوښتى، له دې وړاندې پاکستاني سفير جنوبي وزيرستان سره نزدې انگوره اډه سيمه کې په پوله ديو لانجمنې دروازې دجوړيدو اؤ گوله بارۍ پسر هم غوښتل شوى ؤ.

په داسې حال کې چې افغانستان په دغه پيښه احتجاج کړى افغانستان کې دامريکا لوړپوړي کمانډر، جنرال جان کيمپبل دپاکستان په پينډۍ ښار کې د جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) دوره کړې اؤ دغلته يې دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف سره ليدنه کړې ده، خو دا نۀ ده په ډاگه چې ددغه ليدنې په مهال هغه په ځانگړې توگه يواځې دشکمنې گوله بارۍ په پيښو خبرې اترې کړي که نه؟

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه په دغه مهال دپاک افغان پولې دامنيتي وضعيت په اړه په بيلا بيلو چارو خبرې اترې شوي اؤ دهيئتونو په کچه دخبرو په موقع دسرحدي مرستې دهمکارۍ په نور ښه کولو زور راوړل شوى.

XS
SM
MD
LG