لاس رسیدونکی لینک

جوډيشل کميشن د٢٠١٣م انتخابات” شفاف اؤ دقانون سره سم“ گرځولي


دعدالتي کميشن په دغه راپور کې وئيل شوي دي چې دمئ ٢٠١٣م انتخاباتو کې دمنظمې درغلۍ په اړه ورته کوم ثبوتونه نۀ دي ورکړل شوي.

دحکومت مخالفه گوند تحريک انصاف لخوا د٢٠١٣م انتخاباتو کې دمنظمې درغلۍ دتورونو لگولو څخه وروستو پاکستان کې جوړ کړل شوي عدالتي کميشن پخپل راپور کې دې نتيجې ته رسيدلى چې دغه انتخابات”منظم ؤ اؤ په شفافه توگه دقانون سره سم ترسره شوي دي“

دعدالتي کميشن په دغه راپور کې وئيل شوي دي چې دمئ ٢٠١٣م انتخاباتو کې دمنظمې درغلۍ په اړه ورته کوم ثبوتونه نۀ دي ورکړل شوي.

راپور کې ټولټاکنې په عمومي توگه شفافې اؤ دقانون مطابق گرځول شوي دي، دراپور ترمخه دانتخاباتو په مهال داليکشن کميشن دخامو باوجود دا نۀ شي وئيل کيدى چې دغه ټاکنې داولسي مينډيټ ترجماني نۀ کوي.

دچيف جسټس ناصرالملک په مشرۍ جوړ درې کسيز عدالتي کميشن روانه مياشت کې خپله کارروائي مکمله کړې وه اؤ وروستو دقانون دوزارت له لارې دغه راپور دشورو په شپه وزيراعظم ته ليږل شوى دى.

دعدالتي کميشن ټولې ٣٩ غونډې ترسره شوې وې اؤ په دغه مهال دواکمن گوند(ن) ليگ اؤ تحريک انصاف په گډون ٢١ؤ سياسي گوندونو خپل دريځ وړاندې کړى دى.

دکميشن دکارروايۍ په مهال زياتره دتحريک انصاف چئيرمين عمران خان موجود ؤ اؤ خواؤشا ٧٠ گواهان ورته وړاندې شوي دي.

دپاکستان وزيراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) گوند مشر ميا نواز شريف وئيلي دي چې تيرو عامو انتخاباتو کې ددرغلۍ دتورونو پلټونکي عدالتي کميشن چې کوم راپور وړاندې کړى هغه دحکومتي دريځ تائيد کوي.

دزيارت په ورځ قام ته په ټي وي اؤ ريډيو خپل خطاب کې نوازشريف وويل دهيواد په تاريخ کې چې دخپل نوعيت دغه ځانگړى عدالتي کميشن ته دکومو دريوؤ بنيادي پوښتنو دپلټنو اؤ رائې ورکولو وينا شوې وه دې (کميشن) ددانش اؤ حکمت سره خپل راپور ترتيب کړو اؤ دچيف جسټس ناصرالملک په مشرۍ عدالتي کميشن د٢٠١٣م عامو انتخاباتو کې دشکمنې منظمې دهاندلۍ تورونه رد کړي دي.

نوازشريف وويل داليکشن کميشن دخامو څخه قطع نظر دټولو شواهدو په نظر کې ساتلو سره انتخابات په مجموعي توگه منصفانه اؤ دقانون سره سم ترسره شوي دي اؤ زياته يې کړه دکميشن دشواهدو په نظر کې ساتلو سره دا نۀ شي وئيل کيدى چې انتخابي نتيجې داولسي مينډيټ حقيقي څرگندونه نۀ وه.

وزيراعظم وويل هغه دا تحريري ضمانت هم ورکړى ؤ چې ددهاندلۍ په ثابتيدو به مستعفي کيږي اؤ يوځل بيا به اولسي ته وگرځي ځکه چې ورته باور ؤ چې انتخاباتو کې هيڅ درغلي نۀ ده شوې.

دهغه په ټکو دپلټنيز کميشن ددريوؤ مياشتو دکارروايۍ څخه وروستو مخې ته دراغلي راپور څخه د(ن) ليگ نۀ بلکې داولسي دريځ تائيد شوى اؤ دعدالتي کميشن دپريکړې څخه وروستو پاکستان په يو نوي دور کې داخل شوى.

نوازشريف هيله څرگنده کړه چې ټول گوندونه به اوس په گډه سره انتخاباتو لپاره داصلاحاتو عمل ډير زر مکمل کړي.

له دې وړاندې دحکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان پخپل لمړي ردعمل کې وئيلي چې هغه دوړاندې څخه په ډاگه کړې وه چې د(عدالتي کميشن) له لوري کومه پريکړه هم مخې ته راغله مني به يې.

خيبرپښتونخوا کې واکمن پاکستان تحريک انصاف تيرکال د١٤م اگست راهسې اسلام اباد کې دپارلمان څخه بهر دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) دموجوده وزيراعظم نواز شريف دحکومت په ضد تر ١٢٦ؤ ورځو احتجاج کړى ؤ ، سړکونو ته يې خپل پلويان راويستلي وؤ اؤ وزيراعظم څخه يې دمستعفي کيدو غوښتنې کولې.

ددغه گوند مشر عمران خان دپاکستان په پخواني چيف جسټس افتخار محمدچوهدري، اليکشن کميشن، د٢٠١٣م په مهال په جوړ کړل شوي نگران حکومت اؤ واکمن گوند مسلم ليگ(ن) دمنظمې درغلۍ تورونه لگولي وؤ.

دتحريک انصاف دقومي اسمبلۍ غړو اسمبلۍ څخه استعفاگانې هم ورکړې وې خو وروستو يوځل بيا پارلمان ته ورغلي وؤ.

خو وزيراعظم نواز شريف په دې دريځ خپلولو سره داستعفا ورکولو څخه انکار کولو چې دمئ ٢٠١٣م انتخابات شفاف اؤ ازادانه وؤ اؤ هغه به دڅو زرو مظاهرينو په غوښتنه ځکه نۀ مستعفي کيږي چې دټول پاکستان وزيراعظم دى.

پاکستان کې دمئ ٢٠١٣م دانتخاباتو کې دشکمنې درغلۍ دپلټنو په اړه په عدالتي کميشن دزيارت په ورځ وزيراعظم هاؤس کې غور شو ى دى اؤ وروستو دغه راپور دقانون اؤ انصاف دوزارت په ويب سائټ خپور کړل شوى دى.

که هر څو دتحريک انصاف مشر دپخواني چيف جسټس افتخارچوهدري ترڅنگ دسپريم کورټ په يو بل جج خليل الرحمان رمدى هم انتخاباتو کې ددرغلۍ تورونه لگولي وؤ خو هغه دکميشن په وړاندې دې لړ کې کوم ثبوت وړاندې کړى نۀ دى.

ددې ترڅنگ دپنجاب صوبې دهاغه وخت په نگران وزيراعلي نجم سيټهي هم تحريک انصاف ددرغلۍ تور لگولو خو کله چې هغه کميشن ته وړاندې شو نو په هغه دتورونو لړ کې جرح نۀ ده شوې.

په ١٦ دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول ترهه گريز بريد کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو وزيراعظم نواز شريف پيښور کې يو ټول گونديز کانفرنس رابللى ؤ چې پکې عمران خان هم گډون کړى اؤ وروستو هغه دحکومت په ضد دخپل احتجاج دختمولو اعلان کړى ؤ.

دمسلم ليگ(ن) اؤ تحريک انصاف ترمينځ داوږدو مذاکراتو څخه وروستو دشکمنې درغلۍ دتورونو پلټنو لپاره دعدالتي کميشن په جوړيدو اتفاق شوى ؤ.

XS
SM
MD
LG