لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکو سره خبرو کې اوباما دسولې دعمل ملاتړ کړى


 سپينې ماڼۍ څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه صدر اوباما تيره ورځ افغان صدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره دسولې په وروستيو هڅو اؤ امنيتي چارو خبرې کړي دي.
سپينې ماڼۍ څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه صدر اوباما تيره ورځ افغان صدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره دسولې په وروستيو هڅو اؤ امنيتي چارو خبرې کړي دي.

دامريکا صدر براک اوباما افغان صدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله سره ويډيوي خبور کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دامن خبرو اترو ملاتړ کړى دى.

سپينې ماڼۍ څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه صدر اوباما تيره ورځ افغان صدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره دسولې په وروستيو هڅو اؤ امنيتي چارو خبرې کړي دي.

امريکائي صدرطالبانو سره دجوړجاړي په اړه دافغان حکومت دهڅو ستائينه هم کړې اؤ دافغانانو په مشرۍ يې دسولې دعمل څخه ملاتړ کړى دى.

دسپينې ماڼۍ ترمخه په دغه مهال صدر اوباما اؤ افغان مشرانو راتلونکي کې هم په دغه رقم تماسونو نيولو اتفاق کړى دى.

افغان اؤ امريکائي مشرانو په دغه موقع دافغانستان دپوځ دمضبوطولو ، ورته دصلاح مشورو ورکولو اؤ دترهه گريزو خطرو دمخنيوي لپاره په امريکائي هڅو هم غږيدلي دي.

دسپينې ماڼۍ ترمخه صدر اوباما کابل کې دحکومت له لوري دبډو رشوتونو په ضد دهلو ځلو اؤ دافغانستان دمعيشت دښه په اړه دشوي پرمختگ ستائينه هم کړې ده.

افغان اؤ امريکائي مشرانو دترهه گريزو خطرو دمخنيوي لپاره دسيمه ييزې مرستې دضرورت په اړه هم خبرې اترې کړي دي.

دجولا ئي په ٧مه نيټه دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام دافغان حکومت اؤ طالبانو استازو مخ په مخ ليدنه کړې وه اؤ دواړو خواؤ راتلونکي کې په بيا مذاکراتو کولو اتفاق کړى ؤ.

په لمړي ځل دجولا ئي په ١٥مه نيټه دافغان طالبانو مشر مُلا عمر افغان حکومت سره دخبرو اترو ملاتړ کړى ؤ اؤ دا يې جائز گرځولي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG