لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپينټاگان مشر ايش کارټر په ناڅاپي سفر عراق ته رسيدلى


کارټر دزيارت په ورځ بغداد ته رسيدلى اؤ دغلته به هغه دوزيراعظم حيدرالمالکي اؤ دفاع دوزير خالدالعبيدي ترڅنگ دلوړپوړو عراقي چارواکو سره ليدنې کوي.
کارټر دزيارت په ورځ بغداد ته رسيدلى اؤ دغلته به هغه دوزيراعظم حيدرالمالکي اؤ دفاع دوزير خالدالعبيدي ترڅنگ دلوړپوړو عراقي چارواکو سره ليدنې کوي.

دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر په يو نااعلانه سفر عراق ته رسيدلى دى، عراق دامريکا په مشرۍ دفضائي بريدونو په ملاتړ تندروه ډلې داعش سره په جگړه بوخت دى.

کارټر دزيارت په ورځ بغداد ته رسيدلى اؤ دغلته به هغه دوزيراعظم حيدرالمالکي اؤ دفاع دوزير خالدالعبيدي ترڅنگ دلوړپوړو عراقي چارواکو سره ليدنې کوي.

دپينټاگان مشر به دهاغو سُني مشرانو سره هم ليدنې کوي چې امريکا يې دتندروه ډلې داعش په ضد جگړه کې دبهرتي کولو هڅې کوي، داعش دعراق په شمالي اؤ لويديزو برخو قبضه کړې.

توقع کيږي عراق به دانبار صوبې درامادي ښار دقبضې بيرته اخستو لپاره ډير زر يوه لويه کارروائي پيل کړي اؤ دغه کارروائي ددغه هيواد دپوځ لپاره يو لويې ازميښت گڼلى شي.

عراقي پوځيان ددغه ښار څخه وروستو له هغې وتلي وؤ چې دمئ په مياشت کې دداعش جنگيالو په رمادي قبضه وکړه دکوم څخه وروستو چې دامريکا ددفاع وزير کارټر گيله کړې وه چې عراقي پوځيان دجگړې حوصله نۀ لري.

که هر څو امريکائي صدر براک اوباما(عراق) کې دپوځيانو دگمارلو دغږونو په وړاندې مزاحمت ښودلى خو هغه دداعش په ضد دجگړې دتُندولو په اړه دکورني فشار سره مخ دى.

عراق ته دپوځيانو ليږلو پځايې دغه هيواد کې 3,000 امريکائي عسکر دعراق پوځ ته تربيه اؤ صلاح مشورې ورکوي، امريکا اؤ ائتلافيانو يې دداعش په ضد په سلگونو فضائي بريدونه ترسره کړي دي، خوددغو ټولو هڅو باوجود تشدد لا روان دى.

دشورو په ورځ بغداد کې يوه موټري بم چاؤدنه کې لږ ترلږه ٢٠ کسان وژل شوي اؤ په لسگونو نور ژوبل شوي ؤ، ددغه بريد پړه په سمدستي توگه چا په غاړه نۀ وه اخستې ، خو سُني تندروه ډله داعش اکثره سيمه کې شيعه مسلمانان په نخښه کويز

کارټر عراق ته ددفاع دوزير په توگه لمړى سفر کوي، روانه اوونۍ کې هغه داسرائيل، اردن اؤ سعودي عرب سفرونه هم کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG