لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دايران دجوهري تړون په اړه دامريکا ددفاع وزيرشاه سلمان سره ليدلي


ايشټن کارټر دسعودي عرب دباچا سلمان ترڅنګ ددغه هيواد ددفاع وزير سره هم ليدنه کړې ده
ايشټن کارټر دسعودي عرب دباچا سلمان ترڅنګ ددغه هيواد ددفاع وزير سره هم ليدنه کړې ده

دامريکا ددفاع وزير ايشټن کارټر دشورو په ورځ دسعودي عرب باچا سلمان بن عبدالعزيز سره ليدنه کړې ده، سيمې ته دهغه ددغه سفر مقصد ايران سره دجوهري تړون په اړه دائتلافيانو تحفظات لرې کول دي.

سعودي عرب ايران سره ترسره شوى جوهري تړون نۀ خو تر دې مهاله رد کړى اؤ نۀ يې هم ددې ملاتړ کړى.

دايران اؤ شپږو نړيوالو طاقتونو ترمينځ دمذاکراتو څخه وروستو په ١٤مه جولا ئي يو جوهري تړون ترسره شوى ؤ.

ايشټن کارټر دسعودي عرب دباچا سلمان ترڅنګ ددغه هيواد ددفاع وزير سره هم ليدنه کړې ده،دامريکا ددفاع وزير به وروستو داردن پوځي قيادت سره خبرو لپاره اردن ته ستنيږي.

دنهې په ورځ کارټر شمالي اردن کې په هاغه فضائي اډه کې ائتلافي پوځيانو سره ليدنه کړې چې ورڅخه شام کې دهدفونو په ضد کارروايۍ کيږي.

دامريکا ددفاع وزير دخپل دغه سفر په مهال اسرائيل ته هم تللى ، چرته چې هغه داسرائيل وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو ته باور ورکړى چې دايران دجوهري تړون څخه وروستو به اسرائيل لپاره دامريکا امنيتي ملاتړ دوامداره وي.

نيتن ياهو سره يروشلم کې دهغه دفتر کې دليدنې څخه وروستو کارټر وئيلي وؤ هغوي په يوه معامله متفق نۀ دي اؤ نيتن ياهو ورته په ډاګه کړې چې په جوهري تړون هغوي سره اختلاف لري.

دملگرو ملتونو امنيتي شورا په متفقه توگه ددغه تړون منظوري ورکړې ده چې ورسره ملگرو ملتونو کې داسرائيل سفير ران پراسر له لوري په دغه اړه نيوکو کې نور زياتوالى هم راغلى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG