لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا ددفاع وزيرنيتن ياهو سره ليدنه کوي


 نيتن ياهو ايران سره دجوهري مذاکراتو په ضد ؤ اؤ دامريکا، برطانيې، چين، فرانس، روس اؤ جرمني اؤ ايران ترمينځ دجوهري تړون ترسره کيدو وروستو دغه يوه”تاريخي تيروتنه“ گرځولې وه.
نيتن ياهو ايران سره دجوهري مذاکراتو په ضد ؤ اؤ دامريکا، برطانيې، چين، فرانس، روس اؤ جرمني اؤ ايران ترمينځ دجوهري تړون ترسره کيدو وروستو دغه يوه”تاريخي تيروتنه“ گرځولې وه.

دامريکا ددفاع وزير ايشټن کارټر دنهې په ورځ اسرائيلي وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو سره په داسې حال کې ليدنه کوي چې يوه اوونۍ دمخه ايران سره جوهري تړون ترسره شوى اؤ نيتن ياهو ددغه تړون سخت مخالفت کوي.

نيتن ياهو ايران سره دجوهري مذاکراتو په ضد ؤ اؤ دامريکا، برطانيې، چين، فرانس، روس اؤ جرمني اؤ ايران ترمينځ دجوهري تړون ترسره کيدو وروستو دغه يوهتاريخي تيروتنه گرځولې وه.

دملگرو ملتونو امنيتي شورا په متفقه توگه ددغه تړون منظوري ورکړې ده چې ورسره ملگرو ملتونو کې داسرائيل سفير ران پراسر له لوري په دغه اړه نيوکو کې نور زياتوالى هم راغلى.

هغه وئيلي وؤ ايران به اوس دترهه گريزو ډلو دمرستې لپاره 150 بلينه ډالر لريهغه پوښتنه کړې وه ، څومره پيسې به اوس حزب الله اؤ حماس ته ځي، څومره پيسې به (دشام صدر بشارال)اسد ته ځي؟ څومره پيسې به په نړيواله کچه ترهه گريزو هلو ځلو لپاره ځي

ملگرو ملتونو کې دامريکا سفيرې سمانتها پاورز دجوهري تړون په منظورۍ ورکولو دامنيتي شورا ستائينه کړې وه خو ددې ترڅنگ يې دا هم وئيلي وؤ چې دغه تړون سره دايران په اړه دامريکا دوامداره انديښنې کميږي نه، هغې وئيلي وؤ په دغو انديښنو کې دبشري حقونو خلاف ورزۍ، دايران لخوا دترهه گرۍ ملاتړ اؤ ددغه هيواد بيلسټک ميزائيل پروگرام شامل دي.

دخپلې دورې څخه دمخه دامريکا ددفاع وزير وئيلي وؤ هغه دجوهري تړون په اړه دنيتن ياهو ددريځ دبدلولو هيڅ اراده نۀ لري خو هيله لري چې ددغه سفر په مهال به دامريکا اؤ اسرائيل مرسته سيوا کړى شي.

په عين حال کې دفرانس دبهرنو چارو وزير لاؤرنټ فيبئيس دنهې په ورځ اعلان کړى چې هغه به صدر روحاني سره ليدلو لپاره راتلونکې اوونۍ کې دايران سفر کوي، هغه وئيلي وؤ چې تيره اوونۍ ورته خپل ايراني سيال جواد ظريف داټومي خبرو په پاې کې دتهران ددورې بلنه ورکړې وه.

اوباما انتظاميې داتوار په ورځ دتړون مسوده کانگريس ته ليږلې وه ،دکانگريس ددواړو ايوانونو غړي ددغه تړون دمنظورولو يا رد کولو لپاره د٦٠ؤ ورځو نيټه لري.

په ايران زياتره امريکائي بنديزونه تير وخت کې دامريکائي کانگريس په منظورۍ سره لگول شوي وؤ اؤ ددغو بنديزونو دراتلونکي پريکړه دکانگريس دغړو له لوري دتړون په منظورۍ يا رد کولو اډاڼه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG