لاس رسیدونکی لینک

افغان چارواکي وائي امريکائي فضائي بريد کې ١٤ پوځيان وژل شوي


يو امريکائي پوځي چارواکي وئيلي دي سحر مهال لوگر ولايت کې دامريکائي عسکرو دککړتيا په اړه ديوې پيښې څخه خبر دى اؤ زياته يې کړه چې دغه پيښه تر پلټنو لاندې ده.

افغان چارواکي وائي دافغانستان په لوگر ولايت کې په يوه پوځي پوسته ترسره شوي امريکائي فضائي بريد کې لږ ترلږه ١٤ افغان عسکر وژل شوي دي.

خبري اداري اى ايف پي سره خبرو کې اولسوال محمد رحيم امين وئيلي دي چې سحر شپږ بجې دوؤ امريکائي هيلي کاپټرو دلوگر ولايت په برکي برک اولسوالۍ کې په يوه پوسته بريد کړى دى.

دهغه په ټکو ” په پوسته اور ولگيدو اؤ ١٤ افغان پوځيان ووژل شول“

يو امريکائي پوځي چارواکي وئيلي دي سحر مهال لوگر ولايت کې دامريکائي عسکرو دککړتيا په اړه ديوې پيښې څخه خبر دى اؤ زياته يې کړه چې دغه پيښه تر پلټنو لاندې ده.

دلوگر دوالي وياند دين محمد درويش هم ددغه فضائي بريد اؤ پکې درامينځته شوؤ وژنو پخلى کړى دى.

دوالي دوياند ترمخه کومه سيمه کې چې پوسته په نخښه کړل شوې هغه يوه شکمنه سيمه نۀ وه.

هغه وويل” کله چې امريکايانو دغه بريد وکړو نو په دغه وخت برکي برک په پوسته افغان بيرغ خوځيدو“

دتيرکال په اخره کې دامريکا په مشرۍ دنړيوالو ځواکونو له لوري افغانستان کې د١٣ کلنې جگړې پاې ته درسولو څخه وروستو افغانستان کې ديو تړون لاندې دميشتوؤ خواؤشا ١٢ؤ زرو بهرنو ځواکونو کردار افغان ځواکونو ته تربيې ورکولو اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد دهغوي مرستې کولو پورې محدود شوى.

XS
SM
MD
LG