لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يو موټى ترهه گر په تيښته دي،جنرل راحيل


 جنرل راحيل شريف وئيلي دي چې دقبائيلي سيمو ترڅنگ به دهيواد په ښاري سيمو کې هم دترهه گرۍ په ضد عمليات دوامداره وي.
جنرل راحيل شريف وئيلي دي چې دقبائيلي سيمو ترڅنگ به دهيواد په ښاري سيمو کې هم دترهه گرۍ په ضد عمليات دوامداره وي.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه وئيلي دي ترهه گرۍ څخه دهيواد دپاکولو مقصد ترلاسه کيدو پورې به جگړه روانه وي.

داختر په موقع دقام په نوم دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي پيغام کې پوځي وياند وئيلي دي پاکستان به ترهه گرۍ ته په ماتې ورکولو سره مخ په وړاندې ځي.

خيبرايجنسۍ کې دخيبر اؤ شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو په اړه ميجر جنرل عاصم باجوه وئيلي دي دترهه گرۍ په ضد جگړې سره دامن وامان صورتحال کې ښه والى راغلى.

دپوځ له لوري دجاري شوي بيان ترمخه دپاکستاني پوځ مشر جنرل راحيل شريف دخالي په ورځ اختر دافغانستان پولې سره نزدې خپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې په جگړه بوختو عسکرو سره نمانځلى.

دپوځ مشر دشمالي وزيرستان عيدک سيمې ته هم ورغلى اؤ دغلته يې دپوځيانو ترڅنگ خپلو کورونو ته دستنو شوؤ کډوالو سره هم ليدلي دي.

ائي ايس پي ار دپوځ دسرلښکر له خُلې وئيلي دي چې دا يو موټى ترهه گر په تيښته دي اؤ هغوي به دپټيدو ځايې نۀ بيامومي

جنرل راحيل شريف وئيلي دي چې دقبائيلي سيمو ترڅنگ به دهيواد په ښاري سيمو کې هم دترهه گرۍ په ضد عمليات دوامداره وي.

هغه وويل چې پام به يې اوس دترهه گرۍ لپاره مرسته ورکوونکو، دهغوي دټولو سرچينو مخنيوى، هغوي ته دمالي مرستې ورکوونکو،ملاتړ کوونکو اؤ خواخوږو نيولو لوري ته وي.

دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان تر څو کلونو القاعده سره دتړلو جنگيالو اؤ پاکستاني طالبانو يوه مضبوطه ځاله پاتې شوې خودغلته دتيرکال دجون دمياشتې راهسې پاکستاني پوځيان تندلارو سره په جگړه بوخت دي.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې تر ٢٨٠٠ ؤ جنگيالي وژلي، دهغوي په سلگونو ځالې يې مينځه وړي اؤ دشمالي وزيرستان زياتره سيمې يې تر خپل واک لاندې راوستي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغو ادعاوؤ پخلى نۀ شي کيدى.

پوځ وائي ددغو عملياتو په مهال يې دشمالي وزيرستان ٩٠ فيصده برخه تندلارو څخه پاکه کړې خو دسيمې څخه اوس هم دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG