لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : بريدونو کې دپوليس افسر په گډون درې کسان وژل شوي


دپوليس چارواکو ترمخه يو ځانمرگي دبروري روډ څخه دسردار بهادر خان وومن يونيورسټۍ په لاره هزاره ټاؤن ته دداخليدو هڅه کړې ده.
دپوليس چارواکو ترمخه يو ځانمرگي دبروري روډ څخه دسردار بهادر خان وومن يونيورسټۍ په لاره هزاره ټاؤن ته دداخليدو هڅه کړې ده.

د اختر په ورځ هم پاکستان کې د ترهگرۍ روانه لړۍ نه ده تم شوې اؤ په بيلابيلو ترهگريزو بريدونو کې ددغه هيواد دننه د يو لوړ پوړي پوليس افسر په گډون درې کسان وژل شوي دي

دبلوچستان صوبې سرښار کوئټه کې ترسره شوې يوه ځانمرگي موټري بم چاؤدنه کې دبريدکوونکي په گډون لږ ترلږه دوه کسان وژل شوي دي.

دپوليس چارواکو ترمخه يو ځانمرگي دبروري روډ څخه دسردار بهادر خان وومن يونيورسټۍ په لاره هزاره ټاؤن ته دداخليدو هڅه کړې ده.

دهزاره ټاؤن څخه بهر په ناکه ولاړ څوکيدار چې کله بريدکوونکو اودرولو نو هغه په ځان پسي تړلي بارودي مواد والوزول چې په نتيجه کې يې چاؤدنه وشوه چې له امله څوکيدار طالب حسين په موقع ووژل شو.

دپوليسو ترمخه بريدکوونکي برقعه هم اغوستې وه چې مقصد يې هزاره ټاؤن ته داخليدل اؤ دغلته ورانکاري کول وؤ.

دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو وينا ده چې چاؤدنه کې داوؤ څخه اتوؤ کلو گرامو پورې بارودي مواد کارول شوي وؤ.

هزاره ټاؤن سيمه کې دشيعه هزاره ورورولۍ سره دتعلق لرونکو خلکو اکثريت دى چې په تير وخت کې هم دغه خلک خونړو بريدونو کې په نخښه کړل شوي دي.

تر دې دمه ددغه چاؤدنې پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې خو چارواکي ددغسې بريدونو پړه صوبه کې په فعاله تندروه ډلو اچوي.

دپيښې څخه وروستو سيمه کې امنيتي انتظامات سيوا کړل شوي اؤ ښار کې قانون نافذونکې ادارې نورې هم بيدارې کړل شوي دي.

بل لوري ته دخيبرپښتونخوا صوبې په صوابې سيمه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو دبنو سپرنټډنټ پوليس( ايس پي) خيرالحسيب وژل شوى دى.

دصوابۍ دډى پي او سجاد خان ترمخه دغه پيښه سليم خان نومې سيمه کې رامينځته شوې ده، چرته چې دبنو ايليټ فورس ايس پي خيرالحسيب دسحر دنمونځ ادا کولو څخه وروستو کورته روان ؤ چې په دغه مهال پرې نامعلومو وسله والو ډزې وکړې.

دپوليسو وژل شوى مشريو کال دمخه دپوځ دميجر دعهدې څخه ريټائرډ شوى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG