لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په محمد حفيظ ديو کال بنديز لگيدلى


دائي سي سي ترمخه محمد حفيظ په ٦مه جولا ئي دهند په چنئ ښار کې دخپل باؤلنگ ايکشن کلئير کولو کې ناکامه راغلى
دائي سي سي ترمخه محمد حفيظ په ٦مه جولا ئي دهند په چنئ ښار کې دخپل باؤلنگ ايکشن کلئير کولو کې ناکامه راغلى

نړيوال کرکټ کونسل( ائي سي سي) د پاکستاني ال راؤنډر محمد حفيظ باؤلنگ ايکشن شکمن گرځولى اؤ ديو کال لپاره يې پرې بنديز لگولى دى.

دائي سي سي ترمخه محمد حفيظ په ٦مه جولا ئي دهند په چنئ ښار کې دخپل باؤلنگ ايکشن کلئير کولو کې ناکامه راغلى ، چې له دې وروستو په هغه د١٢ؤ مياشتو بنديز لگول شوى ، خو دائي سي سي دقوانينو ترمخه محمد حفيظ داپيل حق لري.

تيره مياشت گال کې دسري لنکا په ضد دلوبول شوي ټيسټ ميچ په مهال امپائرانو دمحمد حفيظ باؤلنگ ايکشن شکمن رپورټ کړى ؤ، چې له دې وروستو محمد حفيظ سږکال په ٦مه جولا ئي دهند دچنئ ښار کې دخپل باؤلنگ ايکشن په اړه ټيسټ ورکړى ؤ، په دغه مهال په محمد حفيظ شپږ اورونه شوي وؤ چې پکې دهغه دمټ جاج اخستل شوى ؤ.

خو محمد حفيظ په دغه مهال دخپل باؤلنگ ايشکن په کلئير گرځولو کې ناکامه راغلى چې له دې وروستو پرې ائي سي سي ديو کال لپاره بنديز لگولى.

تيرکال دنومبر په مياشت کې هم ابوظهبۍ کې دنيوزلينډ په ضد دسيريز په مهال دحفيظ باؤلنگ ايکشن شکمن رپورټ شوى ؤ چې له دې وروستو هغه دباؤلنگ څخه منعې کړل شوى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG