لاس رسیدونکی لینک

مذاکرات دامنيت دټينگښت يواځينۍ لار ده،اشرف غني


دشولگرې اولسوال اولسوال سراج الدين عابدي وئيلي دي لمړي اطلاعات په ډاگه کوي چې دغه چاؤدنه کې يو تن وژل شوى اؤ ١٠ نور ژوبل شوي دي.

دجمعې په ورځ داختر په موقع قام ته پخپل پيغام کې دافغانستان صدر اشرف غني وئيلي دي دتشدد ختمولو اؤ هيواد کې دامنيت دټينگښت يواځينۍ لاره خبرې اترې دي.

خو په داسې حال کې چې افغان صدر دمذاکراتو له لارې هيواد کې دامنيت دټينگښت خبره کړې دافغانستان په شمالي بلخ ولايت کې يو جومات کې چاؤدنه شوې ده.

دشولگرې اولسوال اولسوال سراج الدين عابدي وئيلي دي لمړي اطلاعات په ډاگه کوي چې دغه چاؤدنه کې يو تن وژل شوى اؤ ١٠ نور ژوبل شوي دي.

اشرف غني دکابل په صدارتي مانۍ کې دوينا په مهال دافغان طالبانو دمشر مُلا محمد عمر لخوا دامن خبرو اترو په ملاتړ دهغه مننه ادا کړه اؤ وې وئيل دا مهمه ده چې طالبان په سياسي عمل کې شريکيدل غواړي.

افغان صدر وويل دطالبانو ستونزه دنورو ترهه گرو څخه مختلفه ده څوک چې دهغه په قول غواړي نظام کې گډون وکړي خو ددې ترڅنگ هغوي ځينې ستونزې هم لري کومې چې به دخبرو اترو له لارې هوارې شي.

اشرف غني خبردارى ورکړو چې دگاونډي اؤ نورو هيوادونو څخه کوم ترهه گر ( افغانستان) ته ورغلي افغان ځواکونه به دغو ترهه گرو ته سخت ځواب ورکوي.

خواؤشا دوه اوونۍ دمخه دافغانستان گاونډي هيواد پاکستان دخپلې پلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ دنيغ په نيغه ليدنې کوربه توب کړى ؤ اؤ دامريکا اؤ چين استازو يې څارنه کړې وه.

دغه غونډه کې دواړو خواؤ په دې خبره اتفاق کړى ؤ چې دخپل مينځي باور لپاره به کار کوي اؤ دروژې دمياشتې څخه وروستو به نورې غونډې هم کوي.

په داسې حال کې چې دتيرکال په اخره کې افغانستان څخه دنيټو ځواکونو دوتلو وروستو سږکال طالبانو دخپلې سپرلي دروايتي جگړې څخه وروستو ټول افغانستان کې دافغان ځواکونو په ضد بريدونه سيوا کړي دي.

باور کيږي اسلام اباد په طالبانو زيات اثرورسوخ لري هم له دې امله افغان صدر اشرف غني هم پاکستان څخه دطالبانو دمذاکراتو ميز ته راوستو لپاره مرسته غوښتې، خو پاکستان وائي په دغه رقم خبرو کې يواځې دسهولت کار کردار ادا کولى شي اؤ مرکزي کردار به پخپل افغان حکومت ته لوبول وي.

XS
SM
MD
LG