لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نائجيريا کې دوه چاؤدنې،خواؤشا٥٠ کسان مړۀ


 دچارواکو ترمخه په ظاهره دغه چاؤدنې دتندروه ډلې بوکوحرام له لوري تيرو وختونو کې دترسره شوؤ چاؤدنو په څير وې.
دچارواکو ترمخه په ظاهره دغه چاؤدنې دتندروه ډلې بوکوحرام له لوري تيرو وختونو کې دترسره شوؤ چاؤدنو په څير وې.

دنائجيريا شمال ختيز ښار گومبى کې دوؤ بمي چاؤدنو کې خواؤشا ٥٠ کسان وژل شوي دي

دغه بمي چاؤدنې يو مارکيټ کې هاغه مهال وشوې کله چې هلته دروژې دمياشتې په ختميدو داختر دسودااخستو لپاره په لويې شمير کې خلک ورټول شوي وؤ، وژل شوؤ کې ماشومان هم شامل دي.

دچارواکو ترمخه په ظاهره دغه چاؤدنې دتندروه ډلې بوکوحرام له لوري تيرو وختونو کې دترسره شوؤ چاؤدنو په څير وې.

دسږکال په پيل کې نائجيريا، نائجر، چاډ اؤ دکيمرون دپوځي ائتلاف له لوري دبوکو حرام دجنگيالو دهغوي دقبضې لاندې سيمو څخه دبهر ويستو وروستو ددغه ډلې له لوري بريدونو کې چټکتيا راغلې ده.

دنائجيريا صدر محمدوبهاري اقتدار ته درسيدو څخه وروستو دغه هيواد کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده، صدر بهاري وائي دبوکوحرام په ضد کارروائي يې په ترجيحاتو کې شامله ده.

روانه اوونۍ کې صدر بهاري دهيواد دوسله والو پوځونو ټول مشران بدل کړي وؤ، چې يو مقصد يې په ظاهره دبوکوحرام په ضد کارروائيو کې تُندي راوستل وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG