لاس رسیدونکی لینک

خيبر پښتونخوا کې دجمعې په ورځ په اولسي کچه اختر نمانځل کيږي


دپيښور دقاسم علي خان جومات مفتي شهاب الدين پوپلزئ وئيلي دي چې هغوي ته دمياشتې دليدو يوولس شهادتونه ترلاسه شوي چې له دې وروستو خيبرپښتونخوا صوبه کې دجمعې په ورځ داختر ورځ نمانځلى شي.

دپيښور دمسجد قاسم علي خان له لوري دمياشتې دليدو داعلان سره سم دجمعې په ورځ خيبرپښتونخوا کې په اولسي کچه اختر نمانځل کيږي اؤ ددې ترڅنگ گاونډي هيواد افغانستان کې هم دنورو اسلامي هيوادونو پشان دجمعې په ورځ داختر ورځ نمانځلى شي.

دپيښور دقاسم علي خان جومات مفتي شهاب الدين پوپلزئ وئيلي دي چې هغوي ته دمياشتې دليدو يوولس شهادتونه ترلاسه شوي چې له دې وروستو خيبرپښتونخوا صوبه کې دجمعې په ورځ داختر ورځ نمانځلى شي.

داختر دمياشتې ليدو په اړه دشهادتونو ترلاسه کولو په غرض دصوبې بيلا بيلو سيمو کې دعلماؤ غونډې ترسره شوي اؤ دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور، کوهاټ، بکاخيل ، ايف ار بنو اؤ باجوړ ايجنسۍ په گډون دبيلا بيلو سيمو څخه هغوي ته داختر دمياشتې دليدو په اړه شهادتونه ترلاسه شوي دي.

دپيښور دقاسم علي خان جومات له لوري دجمعې په ورځ په داسې حال کې داختر اعلان شوى چې دپاکستان دمياشتې دليدو مرکزي کميټي به ټول پاکستان کې دمياشتې ليدو په اړه دجمعې په ورځ غونډه کوي.

تقريباً هر کال دپيښور دقاسم علي خان جومات له لوري درمضان دمياشتې دختميدو اؤ اختر داعلان سره سم پاکستان کې اختر په دوؤ بيلا بيلو ورځو ويشل کيږي.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې اؤ افغانستان ترڅنگ داختر مياشت په سعودي، قطر، اردن اؤ متحده عرب اماراتو کې هم دزيارت په ماښام مياشت ليدل شوې اؤ دغه شان به دنړۍ زياترو هيوادونو کې هم دجمعې په ورځ داختر لمړۍ ورځ وي.

XS
SM
MD
LG