لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دايران لخوا دايټم بم جوړولو ټولې لارې تړل شوي،صدراوباما


 صدر اوباما ايران سره دترسره شوي دغه تړون په اړه په نيوکو کوونکو غږ وکړو چې که چرې په لاس کې کوم غوره حل لري نو مخې ته دې يې راوړي.
صدر اوباما ايران سره دترسره شوي دغه تړون په اړه په نيوکو کوونکو غږ وکړو چې که چرې په لاس کې کوم غوره حل لري نو مخې ته دې يې راوړي.

دامريکا صدر براک اوباما ايران سره دترسره شوي جوهري تړون ملاتړ کړى اؤ وئيلي دي ايران سره ترسره شوى اټومي تړون دنړۍ دمحفوظولو يوه داسې موقع ده چې په ژوند کې يوځل ميلاويږي.

دشورو په ورځ په امريکائي تيليويزيون خپره شوې يوه وينا کې صدر اوباما وويل که هر څو دغه تړون دايران څخه گاونډيانو ته پيښې خطرې ختموي نۀ خو دا خبره ضروري باوري کوي چې ايران دې اټومي وسلې ترلاسه نۀ کړي.

صدر اوباما ايران سره دترسره شوي دغه تړون په اړه په نيوکو کوونکو غږ وکړو چې که چرې په لاس کې کوم غوره حل لري نو مخې ته دې يې راوړي.

هغه وويل ايران سره داټومي تړون دنۀ ترسره کيدو صورت کې نړۍ مينځني ختيز کې دنورې جگړې سره مخ کيدى شوه.

دشورو په ورځ ايران سره دترسره شوي جوهري تړون لاندې دايران جوهري هلې ځلې تر ډيره حده محدودې کړل شوي دکوم په بدل کې چې به ددغه هيواد څخه اقتصادي بنديزونه پورته کولى شي.

دامريکائي صدر په وينا ددغه تړون له لارې نړۍ يو داسې غوره طريقه کار په لاس کې لري کوم سره چې به دا خبره باوري کيږي چې ايران دې اټومي وسلې ترلاسه نۀ کړي.

سپينه ماڼۍ کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال اوباما وويل دتړون لاندې دايران لخوا دايټم بم دتيارولو ټولې لارې بندې شوي دي.

هغه اعلان وکړو چې ايران سره ددغه تړون له امله امريکا ، ائتلافيان اؤ نړۍ زياته محفوظه شوې ده.

هغه وويل که چرې دنظرثانۍ دعمل په مهال کانگريس دغه تړون منظوري ورنۀ کړل شي ، نو دا به دموقعې دضائع کولو برابر خبره وي اؤ دا چې تاريخ به هغوي په ښو ټکو نۀ يادوي.

داوباما په قول ايران سره دکوم بل تړون موقع دهغوي په ژوند کې ممکن نۀ ده.

دهغه وينا وه ايران سره دامريکا په مشرۍ ترسره شوي مذاکرات دامريکائي قيادت دلارښوونې دتوان يوه غوره بيلگه ده.

ايران سره په اټومي تړون ترسره کولو به ښاغلى اوباما دامريکائي دريپبلکن قانون سازانو اؤ ريپبلکن صدارتي کانديدانو له لوري دسخت مخالفت سره مخ وي.

نوموړي وويل هيله لري چې امريکائي کانگريس به ايران سره په ترسره شوي تړون ذمه وارانه بحث وکړي اؤ دهغه په قول هم دغسې پکار ده.

دهغه وينا وه دځينو مخالفينو دا دليل چې گنې ايران سره په يوه توگه هم جوهري توان نۀ دى پکار، تر دې چې دپرامنه مقصدونو لپاره هم، دامريکائي صدر په قول دا غيرحقيقت پسندانه خبره ده.

هغه وويل نړۍ دې خبره سره اتفاق نۀ کوي چې ايران ته دپرامنه جوهري پروگرام ساتلو اجازه نۀ ده پکار.

هغه وويل امريکا اؤ نورو هيوادونو دايران له لوري څه رقم جوهري وسلو پورې درسيدو پروگرام ته په رسيدو دقدغن ايښودو دمعاملې ملاتړ کړى.

دهغه وينا وه دايران له لوري دتړون شرطونو څخه دډډې کولو صورت کې به په دغه هيواد بنديزونه لگي چې پکې به دايران په معيشت بيا دسره بنديزونه لگول هم شامل وي، دې خبرې سره ايران اتفاق کړى اؤ دې لپاره يې دبرطانيې، فرانس، جرمني، چين، روس اؤ امريکا سره تر مياشتو مذاکرات کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG