لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاک وهند ځواکونو ترمينځ ډزو کې اولسي وگړي وژل شوي


 پاکستان دهندي پوځ له لوري دشکمنو ډزو په پيښه اسلام اباد کې دهند هائي کمشنر هم غوښتى اؤ ورته يې احتجاج کړى دى.
پاکستان دهندي پوځ له لوري دشکمنو ډزو په پيښه اسلام اباد کې دهند هائي کمشنر هم غوښتى اؤ ورته يې احتجاج کړى دى.

راپورونه وائي درقيبو گاونډي هيوادونو پاکستان اؤ هند دپوځونو ترمينځ دډزو پيښو کې دواړو خواؤ ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

پاکستان دهندي پوځ له لوري دشکمنو ډزو په پيښه اسلام اباد کې دهند هائي کمشنر هم غوښتى اؤ ورته يې احتجاج کړى دى.

دزيارت په ورځ دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې (ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې په ورکنگ باؤنډرۍ چپرار سيکټر اؤدپاکستان اؤ هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير ويشونکې کرښې( لا ئن اف کنټرول) سره نزدې دنيزه پير سيمو کې دهندي پوځ ډزو کې څلور پاکستاني وگړي وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

دډزو پيښه کې دملانا اؤ صالح پور نومې کليو سره تعلق لرونکي درې کسان غلام مصطفي، راحت اؤ بوټا وژل شوي اؤ پينځه نور ژوبل شوي دي.

دپوځ په وينا دراولا کوټ سره نزدې دنيزه پير سيکټر کې دزيارت په ورځ دهندي پوځ په ډزو ١٨ کلنه زرينه بي بي هم وژل شوې.

خو بل لوري ته دهندي خبري ادارې پي ټي ائي دهندي چارواکو له خُلې وئيلي دي چې دزيارت په ورځ دهند تر انتظام لاندې کشمير کې په کنټرول لا ئن دپاکستاني پوځ ډزو کې څلور کسان ژوبل شوي دي.

دخبري ادارې دراپور ترمخه پاکستاني ځواکونو هم داوربند خلاف ورزي کړې وه چې پکې يو هندي عسکر ژوبل شوى ؤ.

تيره ورځ دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې دهند يوه جاسوسي ډرون الوتکه يې دلا ئن اف کنټرول سره نزدې په بهميبهر سيمه کې رانسکوره دهيواد دخپلواکۍ دسرغړونې له امله رانسکوره کړې وه خو دهند له لوري دغه لړ کې کوم ردعمل مخې ته نۀ دى راغلى.

2003ء کې ددواړو ايټمي قوتونو ترمينځ په پوله داوربند يو تړون شوى ؤ خو ددې باوجود په پوله دډزو اؤ گوله بارۍ پيښې رامينځته کيږي اؤ د٢٠١٣م څخه وروستو دغو پيښو کې اضافه هم راغلې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG