لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سکول بريد کې ککړ ترهه گر خپل انجام ته رسول شوي،جنرل راحيل


 دپيښور په کورهيډکوارټرز کې يوې دستورې ته دوينا په مهال جنرل راحيل شريف دعوه وکړه چې پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول ارمي پبلک سکول بريد کې ککړ ترهه گر خپل انجام ته رسول شوي دي.
دپيښور په کورهيډکوارټرز کې يوې دستورې ته دوينا په مهال جنرل راحيل شريف دعوه وکړه چې پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول ارمي پبلک سکول بريد کې ککړ ترهه گر خپل انجام ته رسول شوي دي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وئيلي دي دهيواد دخاورې څخه دوروستي ترهه گر تر خاتمې به عمليات نۀ شي اودرولى اؤ دعوه يې کړې ده چې دپيښور دسکول سانحه کې ککړ زياتره ترهه گر خپل انجام ته رسول شوي دي.

دپاکستان پوځ تيرکال شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن خبرو اترو هڅې ناکامه شوې اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دشوې هاغه حمله پړه په غاړه واخسته چې پکې لږ ترلږه ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان تر څو کلونو القاعده سره دتړلو جنگيالو اؤ پاکستاني طالبانو يوه مضبوطه ځاله پاتې شوې خودغلته دتيرکال دجون دمياشتې راهسې پاکستاني پوځيان تندلارو سره په جگړه بوخت دي.

دپيښور په کورهيډکوارټرز کې يوې دستورې ته دوينا په مهال جنرل راحيل شريف دعوه وکړه چې پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول ارمي پبلک سکول بريد کې ککړ ترهه گر خپل انجام ته رسول شوي دي.

تيرکال په ١٦م دسمبر وسله والو طالبانو دپيښور په ورسک روډ دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول يوه خونړۍ حمله کړې وه چې پکې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون خواؤشا ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ.

دپاکستان پوځ ددغه پيښې څخه وروستو پخپلو قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد عملياتو کې تُندي راوستې وه.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې تر ٢٨٠٠ ؤ جنگيالي وژلي، دهغوي په سلگونو ځالې يې مينځه وړي اؤ دشمالي وزيرستان زياتره سيمې يې تر خپل واک لاندې راوستي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغو ادعاوؤ پخلى نۀ شي کيدى.

پوځ وائي ددغو عملياتو په مهال يې دشمالي وزيرستان ٩٠ فيصده برخه تندلارو څخه پاکه کړې خو دسيمې څخه اوس هم دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي.

جنرل راحيل دپيښور سانحې ته په اشارې کولو سره وويل ددغو ماشومانو قربانو ټول قام يو کړى اؤ دغم څخه ډکه دغه سانحه به کله هم نۀ شي هيرولى، دهغه وينا وه چې يو مذهب اؤ ټولنه هم ددغه رقم ناوړه عمل اجازه نۀ ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG