لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وړوکی اختر په فلمي اؤ سندریزه نړۍ کې


پښتو فلمونه
پښتو فلمونه

دراتلونکى وړوکى اختر دپاره تيارۍ په زور اؤ شور سره روانې دى اؤ چرته چې بازارونه داختر په سوداگانو سينگار شوي نو هلته دسنيماگانو دنوؤ پښتو فلمونو په سينگارولو تيارۍ هم روانې دي.
ټاکل شوې ده سږکال دوړوکي اخترپه موقع دپښتونوي اووۀ فلمونه، تر ٢٥ؤ سي ډي ډرامې اؤ تر ٤٠ؤ پورې داډيو اؤ ويډيو سندريز البمونه هم ريليز کيږي.
دپښتو په اوؤ فلمونو کې به”داغ“ فلم دپيښور په ناز سنيما لگي چې هدايات يې عابد نسيم ورکړي اؤ شاهد خان، جهانگير جاني اؤ زندگي پکې مهم کردارونه لوبولي دي.
دپيښور په صابرينه سنيما ”خانداني بدمعاش“ فلم نندارې ته وړاندې کيږي چې دهيرو گانو په توگه پکې ارباز خان اؤ جهانگيرجاني کار کړى،ويلن يې محمد حسين سواتى دى اؤ افرين نومې پيغله په دغه فلم کې دهيروئن کردار ترسره کوي.
په ائينه سنيما”ائي لو يو“ فلم نندارې ته وړاندې کيدونکى دى چې دغه يوه دمينې محبت قيصه ده اؤ جانگير جاني ، ارباز خان اؤ زندگي پکې مهم کردارونه ترسره کړي دي.
”پښتون په دوبۍ کې“ دپيښور په تصوير محل سنيما ،”مئين خو ليونى وي“ په شمع سيما،”مۀ چيړه غريب سره“ په ارشد اؤ ”سرتيز بدمعاش“ په کيپيټل سنيما نندارې ته وړاندې کيږي چې په دغو دريواړو فلمونو کې هم مهم کردارونه جهانگير، ارباز اؤ شاهد ترسره کړي دي.
دپښتو ددغو اوؤ فلمونو څخه په دريوؤ فلمونو کې هيرو شاهد خان دى اؤ هغه وائي دداختر دپاره تيارو کړو دريواړو فلمونو باندې يې ښه ډيره خواري کړې ده ځکه نو هيله مند دى چې پښتانۀ به دغه دريواړه فلمونه خوښ کړي.
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ښاغلي شاهد خان وويل پخپلو دريواړو فلمونو کې يې پښتنو ته دجنگ ، جگړو، دښمنۍ اؤ تربگنۍ څخه دتيريدو اؤ انسانيت سره دمينې پيغام ورکړى دى.
هغه وويل دغه فلمونه به يې په يو وخت پيښور، مردان، سوات، کراچۍ اؤ کابل کې نندارې ته وړاندې کيږي اؤ هيله مند دى چې ښه بزنس به وکړي.
په راتلونکي وړوکي اختر کې تر ٤٠ پورې سندريز البمونه هم مخې ته راروان دي چې په دغو البمونو کې دبيلا بيلو سندغاړو په اواز سندرې ويل شوي دي.
په دغو سندريزو البمونو کې دځوان سندرغاړي هارون باچا يو اډيو، ويډيو البم د”هيلې“ په نوم داختر په موقع ريليز کيږي چې داسټريا دپښتنو په مرسته به دسوشل ميډيا په ذريعه دفن مينه والو ته ورسيږي.
کرن خان چې دپښتو معروف سندرغاړى دى دراتلونکي وړوکي اختر دپاره يې هارون باچا سره په گډه دسندرو يو البم د”بيا هغه ماښام دى“ په نوم راروان دى.
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې کرن خان وويل په دغه البم کې دښو شاعرانو کلامونه، زړۀ پورې موسيقي اؤ ښکلي طرزونه شامل دي اؤ هغه هيله لري چې پښتانۀ به دغه البم ته توهرکلى ووائي.
دکرن خان په وينا دغه البم به دفن مينه وال دهغه دشخصي ويب پاڼې دلارې هم اوريدلى شي.
دلراج چې دپښتو يوه پيغلوکې سندرغاړې ده هم داختر په موقع راتلونکو نوؤ فلمونو اؤ سندريزو البمونو کې يې سندرې وئيلي دي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل ډاډه ده چې وئيل شوې سندرې به يې مارکيټ کې ځائى ونيسي.
دلراج وويل له دې وړاندې چې يې څومره سندرې وئيلي هغه دخلقو خوښې شوي اؤ نن دخپلو مينه والو يوه پراخه حلقه لري ځکه نو هيله منده ده چې داختر په موقع راتلونکې سندرې به يې هم دخلکو خوښې شي.
نازنين انور دپښتو يوه بله نوې پيغله هنرمنده ده، هغې هم دغه نوؤ فلمونو ته سندرې وئيلي خو په لمړي ځل يې دسندرو يو مکمل البم هم د”دا قصور زما دزړۀ دى“ په نوم مارکيټ ته راروان دى.
نازنين وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل هغه خوشحاله ده چې لمړى البم يې داختر په موقع ريليز کيږي.
هغې وويل دگل گلالي استاذ په موسيقۍ اؤ درحيم الدين الفت په شاعرۍ ريکارډ دغه البم به يې ځکه خلک خوښ کړي چې دموسيقۍ دمينه والو دذوق خيال پکې ساتل شوى دى.
نازنين وائي دالبم ترڅنگ يې دگڼو ټي وي چينلو دپاره سندرې اؤ سټيج شوگانې هم ريکارډ کړي دي چې داختر په موقع به مخې ته راځي.
استاذ اصف علي چې په بنيادي ډول يو ښه موسيقار دى هم په لمړي ځل دراتلونکي وړوکي اختر په موقع پخپل غږ سندرې وئيلي دي ، په مکس البم کې داختر دپاره داستاذ اصف علي په غږ راروانو سندرو ته هغه هم زيات اميدوار دى اؤ وائي دغه سندرې به يې دسندرغاړي په توگه دپيژندگلو سبب وگرځي.
دټولو نه خوندوره خبره دا ده چې ددې وړوکي اختر په موقع دديدار نومې يو نرښخي يا هجړا هم دخپلو ډانسونو يو ويډيو البم ريليز کيدو ته تيار کړى دى ، چې نوم يې ورله ډانسونه ايښى

په اختر د پښتو اووه فلمونه ریلیز کیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:44 0:00

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG