لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا عمر افغانستان کې دامن مذاکراتو ملاتړ کړی


 بيان کې وئيل شوي دي” دوسله وال جهاد ترڅنگ دمقصدونو ترلاسه کولو لپاره سياسي هلې ځلې اؤ پرامنه لاره خپلول داسلامي اصولو سره سم جائز دي“
بيان کې وئيل شوي دي” دوسله وال جهاد ترڅنگ دمقصدونو ترلاسه کولو لپاره سياسي هلې ځلې اؤ پرامنه لاره خپلول داسلامي اصولو سره سم جائز دي“

دافغان طالبانو مشر ملا محمد عمر افغان حکومت سره دجگړې پاې ته درسولو لپاره د امن مذاکراتو ملاتړ کړى اؤ دا يې جائز گڼلي چې ورسره هاغه انديښنې ختمې شوي چې گنې مري کې ترسره شوؤ خبرو ته دافغان طالبانو دقيادت ملاتړ ترلاسه نۀ ؤ.

دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو استازو تيره اوونۍ دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې دپاکستان په کوربه توب په لمړي ځل نيغ په نيغه ليدنه کړې وه.

دواړو خواؤ راتلونکو اوونو کې يوځل بيا هم په ليدنې اتفاق کړى ؤ چې ورسره نړيوالې ورورولۍ يې ستائينه کړې وه، خو زياترو تندروه کمانډرانو په دې اړه پوښتنې راولاړې کړې وې چې گنې افغان حکومت سره کومو مذاکرات کارو خبرې کړي هغوي ته دطالبانو دقيادت ملاتړ ترلاسه نۀ ؤ.

افغان حکومت طالبانو سره ترسره شوې دغه خبرې کاميابې اؤ پاکستان يو ستر پرمختگ گرځولى ؤ.

دوړوکي اختر څخه دمخه پخپل جاري کړل شوي بيان کې دافغان طالبانو مشر مُلا محمد عمر دمذاکراتو ملاتړ کړى خو هغه دتيرې اوونۍ غونډې ته په ځانگړې توگه اشاره نۀ ده کړې اؤ دا تاثر يې رد کړى چې گنې طالباندپاکستان ايجنټان دي

دطالبانو په ويب سائټ خپور شوي بيان کې وئيل شوي دي که چرې مونږ خپلو مذهبي قواعدو اؤ ضوابطو ته وگورو نو مونږ معلومولى شو چې دښمن سره ليدنې اؤ تر دې چې پرامنه تماسونه هم منعې نۀ دي. خو داسلام داصولو اؤ مذهبي احکاماتو څخه ډډه کول غيرقانوني دي.

بيان کې وئيل شوي دي دوسله وال جهاد ترڅنگ دمقصدونو ترلاسه کولو لپاره سياسي هلې ځلې اؤ پرامنه لاره خپلول داسلامي اصولو سره سم جائز دي

د٢٠٠١ څخه راپديخوا معلومه نۀ ده چې ملا عمر چرته دى.

ملا عمر وئيلي دي دسياسي هلو ځلو، دنړۍ بيلا بيلو هيوادونو اؤ افغانانو سره خبرو اترو کې دگډون مقصد افغانستان څخه دقبضې خاتمه اؤ دغلته ديو ازاد اسلامي نظام نفاذ دى

هغه وئيلي دي ځينې حلقې په جنگيالو دپاکستان اؤ ايران دايجنټانو تور لگوي ، دا سراسر غلطه ده ځکه چې دهغه په قول نۀ خو په تير وخت کې اؤ نه هم موجوده حالاتو کې ددې خبرې پخلى کيږي.

دطالبانو مشر وئيلي دي طالبان نۀ يواځې پاکستان بلکې ايران اؤ نورو گاونډي هيوادونو سره هم نزدې اړيکې لري.

جنگ ځپلي هيواد افغانستان څخه دتيرکال په اخره کې بين المللي ځواکونو دجگړه ييز مشن پاې ته درسولو اعلان کړى ؤ اؤ اوس دغلته ديو تړون لاندې خواؤشا ١٢٠٠٠ غيرملکي پوځيان موجود دي چې مقصد يې افغان پوځ ته تربيه ورکول اؤ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دهغوي مرسته کول دي، دغو پوځيانو کې اکثريت دامريکايانو دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG