لاس رسیدونکی لینک

خيبرپښتونخوا کې دداعش موجودگي نظرانداز کيدى نۀ شي :ناصر دراني


دناصر دراني په قول دا وئيل غلط دي چې داعش خيبرپښتونخوا کې موجودگي نۀ لري.

دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر(ائي جي پي) ناصر خان دراني دنهې په ورځ وئيلي دي چې صوبه کې مينځني ختيز کې دزياتې فعالې تندروه ډلې دولت اسلاميه موجودگي نظرانداز کيدى نۀ شي.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان سره خبرو کې دپښتونخوا پوليس مشر وويل” پاکستان کې دداعش موجودگي کوم نوى حقيقت نۀ دى، دغيرقانوني(ډلې) تحريک طالبان پاکستان سره تعلق لرونکو غړو په ځينو کيسونو کې اړخونه بدل کړي“ خو دراني باور ورکړى چې صورتحال تر واک لاندې دى.

دوه مياشتې دمخه هم دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر( ائي جي پي) ناصر خان دراني دعوه کړې وه چې ددغه داعش سره پاکستاني جنگيالي دپيسو په لالچ کې يوځايې کيږي.

دناصر دراني په قول دا وئيل غلط دي چې داعش خيبرپښتونخوا کې موجودگي نۀ لري.

ناصر دراني وويل دپوځ اؤ قانون نافذونکو ادارو دمحتاطو هڅو په نتيجه کې دتيرو څلورو کلونو په پرته ترهه گريزو بريدونو کې دليدو وړ کمى راغلى

له دې وړاندې روانه مياشت کې دخيبرپښتونخوا پوليسو داعش سره دتعلق په تور درې شکمن جنگيالي نيول دي، دغه کسان داستخباراتي معلوماتو په اساس دترسره شوې يوې کارروايۍ په مهال نيول شوي وؤ.

پاکستاني چارواکي هيواد کې دتندروه ډلې داعش دموجودگۍ څخه پرله پسې انکار کوي خو وائي ددغه ډلې دراپورته کيدو په اړه بيدار دي.

داعش يا دولت اسلاميه يوه تندروه ډله ده چې دشام اؤ عراق په لويه رقبه يې قبضه کړې اؤ تيرکال دجون په مياشت کې يې دخپله ځانه دخلافت دقائمولو اعلان هم کړى ؤ اؤ دغه ډله په ټوله نړۍ کې دخپل بربريت له امله دنيوکو ښکار ده.

پاکستان کې له دې وړاندې هم په مختلفو ښارونو کې دداعش په حق کې په ديوالونو دليکنو ترڅنگ دهغوي دشهرت لړ کې مواد هم ويشل شوي خو دپاکستان دکورنو چارو دوزير چوهدري نثار علي خان په گډون حکومتي چارواکو پخپلو بيانونو کې پاکستان کې دداعش دوجود تسليمولو څخه انکار کړى.

دروان کال په پيل کې داسې اطلاعات هم مخې ته راغلي وؤ چې ديوسف السلفي په نوم دداعش يو تندروه کمانډر دپنجاب صوبې دسرښار لاهور څخه سره ددوؤ ملگرو نيول شوى ؤ.

ديوسف السلفي لړ کې وئيل کيږي چې هغه پاکستاني نژاده شامي وگړى اؤ دترکي په لاره دشام څخه پاکستان ته رسيدلى وؤ، دغه تن به په شام اؤ عراق کې دفعاله تندروه ډلې داعش لپاره پاکستان څخه دډالرو په بدله کې خلک بهرتي کول.

تيرکال دبلوچستان حکومت هم مرکزي حکومت اؤ قانون نافذونکو ادارو ته پخپل ليږلي يو خفيه راپورکې پاکستان کې دداعش دمخ په زياتيدونکو هلو ځلو په اړه خبردارى ورکړى ؤ.

دغه راپور کې وئيل شوي وؤ چې داعش دعوه کړې چې هغوي دخيبرپښتونخوا دهنگو اؤ قبائيلي سيمې کرمې ايجنسۍ څخه د١٠ؤ څخه نيولې تر ١٢ؤ زرو پورې جنگيالي بهرتي کړي دي.

راپور کې وئيل شوي وؤ په باوري توگه معلومه شوې ده چې داعش تندروه ډلو لشکرجهنگوي اؤ اهل سنت والجماعت ته پاکستان کې دلاسونو ديو کولو وينا کړې اؤ په ډاگه شوې وه چې داعش دلسو کسانو دستراتيژيکي منصوبه بندۍ څانگه هم جوړه کړې.

XS
SM
MD
LG