لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان :فضائي بريدونو کې ١٤ جنگيالي وژل شوي


بيان کې وئيل شوي دي چې ترهه گر دسيمې څخه دخپلو ځينو ملگرو دمړو دوړلو په حالت کې ليدل شوي دي.
بيان کې وئيل شوي دي چې ترهه گر دسيمې څخه دخپلو ځينو ملگرو دمړو دوړلو په حالت کې ليدل شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپاکستاني پوځ دجيټ الوتکو له لوري ترسره شوؤ فضائي بريدونو کې دمهمو تندروه کمانډرانو په گډون ١٤ جنگيالي وژل شوي دي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو( ائي ايس پي ار) له لوري دجاري شوي بيان ترمخه فضائي کارروائي دشمالي وزيرستان په الواړه سيمه کې شوې ده، جيټ الوتکو دتندلارو ځالې په نخښه کړي چې پکې ١٤ ترهه گر وژل شوي دي.

بيان کې وئيل شوي دي چې ترهه گر دسيمې څخه دخپلو ځينو ملگرو دمړو دوړلو په حالت کې ليدل شوي دي.

کومه سيمه کې چې دغه پيښه رامينځته شوې هغې پورې دميډيا رسد نشته ځکه يې په ازادانه توگه پخلى نۀ شي کيدى.

پوځ شمالي وزيرستان کې د١٤ؤ جنگيالو دوژلو په اړه دغه ادعا په داسې حال کې کړې چې څو ورځې دمخه دشمالي اؤ جنوبي وزيرستان په سرحدي سيمه پرى غار کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته کې څلور پوځيان اؤ٩ جنگيالي وژل شوي وؤ.

دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان تر څو کلونو القاعده سره دتړلو جنگيالو اؤ پاکستاني طالبانو يوه مضبوطه ځاله پاتې شوې خودغلته دتيرکال دجون دمياشتې راهسې پاکستاني پوځيان تندلارو سره په جگړه بوخت دي.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې تر ٢٨٠٠ ؤ جنگيالي وژلي، دهغوي په سلگونو ځالې يې مينځه وړي اؤ دشمالي وزيرستان زياتره سيمې يې تر خپل واک لاندې راوستي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغو ادعاوؤ پخلى نۀ شي کيدى.

پوځ وائي ددغو عملياتو په مهال يې دشمالي وزيرستان ٩٠ فيصده برخه تندلارو څخه پاکه کړې خو دسيمې څخه اوس هم دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG