لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دايران دجوهري پروگرام په اړه تاريخي تړون ترسره شوى


د تړون مقصد دايران دجوهري پروگرام د محدودولوپه بدل کې ددغه هيواد څخه په تدريجي توگه دبنديزونو پورته کول دي.
د تړون مقصد دايران دجوهري پروگرام د محدودولوپه بدل کې ددغه هيواد څخه په تدريجي توگه دبنديزونو پورته کول دي.

ډيپلوماټان وائي داسټريليا پلازمينه ويانا کې دترسره شوؤ خبرو څخه وروستو دايران دجوهري پروگرام دمحدودولو په اړه يو تړون ترسره شوى دى.

د تړون مقصد دايران دجوهري پروگرام د محدودولوپه بدل کې ددغه هيواد څخه په تدريجي توگه دبنديزونو پورته کول دي.

ددغو بنديزونو له امله دايران دتيلو برامدات کم شوي اؤ معيشت ته يې سخت زيان رسيدلى دى.

يو سفارت کار دنوم نۀ څرگندولو په شرط خبري ادارې روئټرز ته وئيلي دي سخت کار ختم کړل شوى اؤ مونږ تړون ترسره کړى

يو بل سفارت کار دتړون دترسره کيدو پخلى کړى دى.

هيله کيږي دتړون ترسره کيدو باقاعده اعلان راتلونکو څو گينټو کې کيدى شي.

دمذاکراتو دتازه پړاؤ دنيټې دگل په ورځ دتيريدو وروستو دتړون دغوڅو تفصيلاتو فيصله کولو لپاره دايران اؤ شپږو نړيوالو طاقتونو ترمينځ مذاکرات دنهې تر ورځې روان وؤ.

يو سفارت کار خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ته وئيلي دي دتړون په لاره کې پراتۀ ټول خنډان لرې کړل شوي دي.

دايران اؤ نړيوالو طاقتونو برطانيې،فرانس، روس، امريکا اؤ جرمني وزيران به دنهې په ورځ دسيمه ييز وخت مطابق لس بجې يوه غوڅه ليدنه کوي چې له دې وروستو به پريس کانفرنس هم کولى شي.

ددغه تړون دقيق تفصيلات که هر څو تر دې مهاله نۀ دي په ډاگه شوي خو دواړه خواوې ديو داسې تړون لپاره کار کوي چې ترمخه يې دا خبره باوري شي چې دايران نيوکلئير پروگرام پرامنه وي اؤ دنيوکلئير وسلو لپاره ونۀ کارول شي.

ايران په دې خبره ټينگار کوي چې نيوکلئير پروگرام يې يواځې دسويلين مقصدونو لپاره دى اؤ په تړون کې ددغه ايران بنياي غوښتنه دتيرې يوې لسيزې راهسې دملگرو ملتونو اؤ نورو هيوادونو له لوري دلگيدلو بنديزونو پورته کول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG