لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عرب امارات : دامريکائي استاذې دوژونکې ښځې دمرگ په سزا عمل درامد


 په هاشمي دتندلاريتوب دخيالاتو دخورولو په غرض سره دټوئټر ديو اکاؤنټ جوړولو اؤ بريدونو لپاره ديوې تندروه ډلې دمالي مرستې کولو تور هم ثابت شوى دى.
په هاشمي دتندلاريتوب دخيالاتو دخورولو په غرض سره دټوئټر ديو اکاؤنټ جوړولو اؤ بريدونو لپاره ديوې تندروه ډلې دمالي مرستې کولو تور هم ثابت شوى دى.

دميډيا راپورونه وائي متحده عرب اماراتو کې ديوې امريکائي استاذې دوژلو په جرم کې يوې ښځې اورول شوې دمرگ په سزا عمل درامد شوى دى.

البدر عبدالله الهاشمي نومې ٣١ کلنې ښځې ته تيرکال عدالت دامريکائي استاذې ابوليا ريان ددوبۍ يو شاپنگ مال کې په چاړې سره دوژلو اؤ ديو مصري نژاده امريکائي ډاکټر دکور څخه بهر دبمي چاؤدنې کولو په جرم کې دمرگ سزا اورولې وه.

په هاشمي دتندلاريتوب دخيالاتو دخورولو په غرض سره دټوئټر ديو اکاؤنټ جوړولو اؤ بريدونو لپاره ديوې تندروه ډلې دمالي مرستې کولو تور هم ثابت شوى دى.

پوليسو تيرکال وئيلي وؤ هاشمي دانټرنيټ له لارې دتندلاريتوب په لوري مائله شوې اؤ هرغيرملکي دوژلو لپاره لټوي.

متحده عرب امارات شام کې دداعش په ضد فضائي بريدونو کې شريک دى،داعش خليجي هيوادونو کې په مسلمانانو غږ کړى چې دهغوي په ضد دې دبريدونو په ځواب کې هلته اوسيدونکي لويديز وگړي په نخښه کړي، متحده عرب امارات دداعش اؤ اخوان المسلمين مخالف دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG