لاس رسیدونکی لینک

پاکستان افغانستان سره په نااعلانه جگړه بوخت نۀ دى،جنرل عاصم


، پوځي وياند وويل دپاکستان پوځ دنور پاکستان څخه مختلف سوچ نۀ کوي.

دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه وئيلي دي پاکستان افغانستان سره په نااعلانه جگړه بوخت نۀ دى اؤ دافغانانو په مشرۍ افغانستان کې دجوړجاړي اؤ دامن عمل کې څومره چې ممکنه مرسته ورکوي.

دپاکستاني پوځ وياند دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې تيره مياشت دافغانستان صدر اشرف غني تور لگولى ؤ پاکستان افغانستان سره دتيرو ١٤ؤ کلونو راهسې په نااعلانه جگړه بوخت دى اؤ اؤ طالبانو سره دجوړجاړي څخه وړاندې خبرې لمړى پاکستان سره پکار دي.

تيره اوونۍ دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته نزدې دپاکستان په کوربه توب دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو داستازو ترمينځ نيغ په نيغه خبرې اترې شوې وې اؤ افغان حکومت دغه خبرې کاميابۍ بللې خو دپاکستان پوځ اوس خبردارى ورکړى چې ځينې عناصر دامن ددغه عمل دتالا ترغه کولو هڅه کولى شي ځکه چې دپوځ په قول دغه عناصر داسې محسوسوي چې افغانستان کې امن دهغوي گټو ته زيان رسولى شي.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټربيون سره يوه مرکه کې دپاکستاني پوځ وياند وويل دافغانستان په اړه دهيواد په تگلاره سياسي اؤ عسکري قيادت متفق دى اؤ دې لړ کې کوم شک نۀ دى پکار، دهغه په قول سياسي قيادت وائي دافغان امن عمل لپاره به ټوله ممکنه مرسته ورکوي ،عسکري قيادت هم دغسې وائي، اؤ خارجه دفتر هم دغسې نظر لري.

جنرل باجوه وويل ”يو سياسي چوکاټ اؤ يو قومي سوچ دى اؤ دپاکستان خارجه دفتر اؤ حکومت ددې استازيتوب کوي، اؤ دپاکستان پوځ هم ددغه سوچ سره سم کار کوي، دا يوه ملي پريکړه ده، هر پاکستانى په دې نظر دى چې افغانستان کې امن پکار دى اؤ دغه عمل دې دافغانانو په مشرۍ اؤ ملکيت کې وي ترڅو افغان حکومت په دغه عمل بشپړ واک ولري “

ددې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان ځينې خلک په دې باور دي چې دافغانستان په اړه داسلام اباد تگلاره دپوځ تر واک لاندې ده ، پوځي وياند وويل دپاکستان پوځ دنور پاکستان څخه مختلف سوچ نۀ کوي.

پوځي وياند دا خيال رد کړو چې گنې کوم طالب مشر دامن عمل ته راستنيدل غواړي هغه پاکستان کې تښتولى يا وژلى شي اؤ وې وئيل” زۀ په ډاگه وايم چې داسې هيڅ نشته، چاچې داسې وئيلي هغوي دتيريو کال راهسې دشوؤ پرمختگونو څخه نۀ دي خبر، پاکستان دامن عمل کې دافغانستان مرسته کوي“

دځينو افغان مشرانو له لوري ددې بيانونو په اړه چې پاکستان دتيرو ٢٠ؤ کلونو راهسې افغانستان سره په نااعلانه جگړه بوخت دى جنرل عاصم باجوه وويل پاکستان کله هم دغسې سوچ نۀ دى لرلى اؤ زياته يې کړه چې پاکستان افغانسان سره دجنگ په حالت کې نۀ دى اؤ په دغه هيواد کې دامن اؤ ثبات راوستو کې افغانستان سره مرسته کوي.

پوځي وياند دپاکستان اؤ افغانستان داستخباراتي ادارو ترمينځ دمفاهمت يادداښت دمرستې لپاره يو ښه زيرى وبللو اؤ وې وئيل که چرې مونږ افغانستان کې امن راوستل غواړو نو دهر څه سمولو لپاره په عسکري اؤ استخباراتي کچه مرستې ته ضرورت دى.

دپاکستان اؤ افغانستان دخفيه ادارو ترمينځ دترهه گرۍ په ضد دتړون په اړه هم کابل کې داشرف غني په حکومت نيوکې کيږي.

ځينې مبصرين وائي چې دصدر اشرف غني لخوا دپاکستان خفيه ادارې ائي ايس ائي سره ددغه تړون مقصد په اصل کې دطالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو لپاره دپاکستان په رويه کې نرمي پيدا کول دي.

افغان قانون سازان اؤ ميډيا دپاکستان اؤ افغانستان دخفيه ايجنسو ترمينځ دترهه گرۍ په ضد دمرستې په اړه ددغه تړون داجازې ورکولو له امله په صدر اشرف غني په داسې حال کې سختې نيوکې کوي چې دطالبانو لخوا سږکال دسپرلي دروايتي جگړې څخه وروستو په ټول افغانستان کې دترهه گرۍ اؤ تشدد پيښو کې سخته اضافه راغلې چې پکې په لسگونو خلک وژل شوي دي اؤ له دې امله په اشرف غني پاکستان سره داړيکو دښه کولو دهڅو پسر فشار سيوا شوى دى.

دپاکستان اؤ افغانستان دلوړپوړو عسکري اؤ سياسي مشرانو ددورو باوجود داسلام اباد اؤ کابل اړيکو کې دبشپړ ښه والي نۀ راتللو لړ کې پوځي وياند ميجر جنرل عاصم باجوه وويل ددواړو هيوادونو ترمينځ شخړه ډيره زړه اؤ پيچيده ده اؤ دا به نور وخت هم اخلي.

پوځي وياند وويل هر څه سم لوري ته روان دي ، خو دا به يو څه وخت اخلي، کيدى شي مونږ دچيلنجونو سره مخ شو اؤ چيلنجونه اوس هم راروان دي ځکه چې ستونزې اؤ معاملې پيچيده اؤ زړې دي خو دجنرل عاصم په قول ټولو ته لويې عکس هم هيرول نۀ دي پکار کوم چې دهغه په وينا دسياسي مقصد ترلاسه کول دي،دهغه وينا وه افغانستان کې دامن په گډون دټولو هاغو مقصدونو لپاره په گډه کار کوي دکوم په نتيجه کې چې پاکستان کې امن ټينگيدى شي.

هغه وويل دباور دکمي پوره کولو لپاره په سياسي، سفارتي اؤ عسکري کچه لويې گامونه اخستل شوي دي، هغه وويل بې مثاله پرمختگونه يې ليدلي چې پکې جي ايچ کيو ته دافغان صدر اشرف غني دوره هم شامله ده اؤ دغسې له دې وړاندې نۀ دي شوي، نوموړي افغانستان ته دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف، ډي جي ائي ايس، سياسي اؤ سفارتي مشرانو دورو ته هم اشاره وکړه.

شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دروانو پوځي عملياتو ضرب عضب په اړه جنرل باجوه وويل ددغو عملياتو پيل کولو څخه دمخه اسلام اباد افغان حکومت، پوځ، ايساف، امريکايانو اؤ نورو ځواکونو ته په ډاگه کړې وه چې گامونه دې واخلي ترڅو تندلاري دپولې بل اړخ ته وروا نۀ اوړي.

XS
SM
MD
LG