لاس رسیدونکی لینک

دداعش تر ولکې لاندې سيمه کې دشامي پوځ فضائي عمليات،٢٨ مړۀ


برطانيه کې قائمې شام کې دبشري حقونو دڅارونکې ډلې سيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس ترمخه دحلب په الباب کې دهيلي کاپټر څخه شوي بريد کې وژل شوؤ کسانو کې ١٩ اولسي وگړي شامل دي.

شام کې دجگړې څارونکې يوې ډلې وئيلي دي شام کې دتندروه ډلې داعش تر قبضې لاندې دحکومتي پوځ فضائي عملياتو کې لږ ترلږه ٢٨ کسان وژل شوي دي.

برطانيه کې قائمې شام کې دبشري حقونو دڅارونکې ډلې سيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس ترمخه دحلب په الباب کې دهيلي کاپټر څخه شوي بريد کې وژل شوؤ کسانو کې ١٩ اولسي وگړي شامل دي.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه شام کې دبشري حقونو په اړه دکارکوونکې برطانوي اين جي او ډائريکټر رامي عبديل رحمان وينا ده چې دحلب صوبې په الباب سيمه کې دحکومتي پوځ له لوري بمونه غورځول شوي دي.

دهغه په وينا دغلته غورځول شوي بمونه”کنټينر بم“ دتيرو کارول شوؤ باربل بمونو څخه درې چنده طاقتور دي.

دهغه په قول وژل شوؤ ١٩ؤ اولسي وگړو کې درې ماشومان اؤ درې ښځې هم شاملې دي، د٩ؤ کسانو مړي مسخ شوي اؤ دپيژندگلو څخه وتلي دي.

خو بل لوري ته درائټرز خبري ادارې ترمخه يوه شامي پوځي سرچينه وائي په الباب کې کې دپوځ له لوري فضائي بريدونه نۀ دي ترسره شوي.

په ډاگه دې وي چې شام کې حکومتي پوځ دتيرې ډيرې مودې راهسې دداعش مهم مرکز الباب په نخښه کوي اؤ امريکائي ائتلاف هم دداعش دجنگيالو په ضد نورو سيمو کې کارروايۍ دوامداره ساتلي دي.

دنړيوالې ورورولۍ لخوا داولسي وگړو داوسيدو په سيمو دزياتو خطرناکو باربل بمونو په استعمال دشام حکومت دسختو نيوکو لاندې دى.

XS
SM
MD
LG