لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : نښته کې څلور پوځيان اؤ ٩ جنگيالي وژل شوي


 ائي ايس پي ار لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې دشمالي اؤ جنوبي وزيرستان په سرحدي سيمه پرى غار کې دلټونې عمليات ترسره شوي
ائي ايس پي ار لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې دشمالي اؤ جنوبي وزيرستان په سرحدي سيمه پرى غار کې دلټونې عمليات ترسره شوي

دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ نښته کې څلور پوځيان اؤ ٩ تندلاري وژل شوي دي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې دشمالي اؤ جنوبي وزيرستان په سرحدي سيمه پرى غار کې دلټونې عمليات ترسره شوي اؤ په دغه مهال امنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته کې څلور پوځيان اؤ٩ جنگيالي وژل شوي دي.

کومه سيمه کې چې دغه پيښه رامينځته شوې هغې پورې دميډيا رسد نشته ځکه په ازادانه توگه دغه پيښه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان تر څو کلونو القاعده سره دتړلو جنگيالو اؤ پاکستاني طالبانو يوه مضبوطه ځاله پاتې شوې خودغلته دتيرکال دجون دمياشتې راهسې پاکستاني پوځيان تندلارو سره په جگړه بوخت دي.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې تر ٢٨٠٠ ؤ جنگيالي وژلي، دهغوي په سلگونو ځالې يې مينځه وړي اؤ دشمالي وزيرستان زياتره سيمې يې تر خپل واک لاندې راوستي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغو ادعاوؤ پخلى نۀ شي کيدى.

پوځ وائي ددغو عملياتو په مهال يې دشمالي وزيرستان ٩٠ فيصده برخه تندلارو څخه پاکه کړې خو دسيمې څخه اوس هم دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG