لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له اوربند وروستو يمن کې دسعودي بمباري


 جنگي الوتکو دصنعاء ختيزه سيمه اؤ دريم لويې ښار تعز کې پوځي تنصيبات په نخښه کړي دي.
جنگي الوتکو دصنعاء ختيزه سيمه اؤ دريم لويې ښار تعز کې پوځي تنصيبات په نخښه کړي دي.

دملگرو ملتونو په ملاتړ سره يمن کې دانساني خواخوږۍ په اساس دشوي اوربند څخه دوه گينټې وروستو اطلاعات ترلاسه شوي چې دسعودي په مشرۍ ائتلاف پلازمينه صنعاء اؤ تعز کې بمباري کړې ده.

جنگي الوتکو دصنعاء ختيزه سيمه اؤ دريم لويې ښار تعز کې پوځي تنصيبات په نخښه کړي دي.

دملگرو ملتونو په هڅو سره دواړو خواؤ په اوربند اتفاق کړى ؤ چې عمل پرې دجمعې په نيمه شپه پيل کيدل اؤ دروژې تر اخرې دوامداره پاتې کيدل ؤ.

داوربند مقصد يمن کې دخانه جنگۍ له امله اغيزمنو شوؤ لکونو کسانو پورې دضروري شيانو رسول وؤ.

تيرکال يمن کې شيعه حوثي ياغيانو په پلازمينه صنعاء قبضه کړې وه چې له دې وروستو هغوي نور پرمختگ هم پيل کړو اؤ امنيتي ځواکونو اؤ نورو قبائيلو سره يې نښتې وشوې.

ديمن صدر منصور هادي خپل هيواد پريښى اؤ سعودي عرب ته تللى اؤ دخانه جنگۍ له امله ديمن وضعيت خراب شوى.

سعودي عرب دخپلو خليجي اؤ عرب ائتلافيانو سره په گډه دمارچ دمياشتې په اخره کې يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړي چې پکې تر دې مهاله ددريوؤ زرو څخه زيات خلک وژل شوي دي.

په دغه مهال دجگړې پاې ته درسولو لپاره دمذاکراتو له لارې هم هڅې شوي خو پکې تر دې مهاله کوم واضحه پرمختگ نۀ دى شوى.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG