لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاهره کې داټلي دقونصل خانې څخه بهر چاؤدنه،يو تن مړ


 دچارواکو وينا ده بم په يو گاډي کې ايښودل شوى ؤ اؤ دريموټ کنټرول له لارې چول شوى دى.
دچارواکو وينا ده بم په يو گاډي کې ايښودل شوى ؤ اؤ دريموټ کنټرول له لارې چول شوى دى.

دمصر پلازمينه قاهره کې دخالي په ورځ داټلي دقونصل خانې څخه بهر يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه يو تن وژل شوى دى.

دچارواکو وينا ده بم په يو گاډي کې ايښودل شوى ؤ اؤ دريموټ کنټرول له لارې چول شوى دى.

دوژل شوي تن دپيژندگلو په اړه په سمدستي توگه پخلى نۀ دى شوى، دمصر دروغتيا دوزارت ترمخه بمي چاؤدنه کې څلور کسان ژوبل شوي هم دي.

دعيني شاهدانو اؤ چارواکو ترمخه داطالوي قونصل خانې ودانۍ ته دبمي چاؤدنې له امله سخت زيان رسيدلى، دچاؤدنې پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې.

داطلاعاتو ترمخه چاؤدنه دومره زوروره وه چې له امله يې نزدې ودانۍ هم وجړقيدې اؤ غږ يې تر لرې واوريدل شو.

داټلي دبهرنو چارو وزير پاولو گنتلوني په ټوئټر يو پيغام کې وئيلي دي وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کې څوک اطالوي وگړى نۀ ؤ اؤ زياته کړې يې ده چې اټلي به ددغه چاؤدنې له امله ويريږي نۀ.

مصر کې له دې وړاندې هم دتندلارو له لوري دغسې بمي چاؤدنې اؤ ځانمرگي بريدونو کې امنيتي ځواکونه اؤ چارواکي په نخښه کړل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG