د امريکې د ګډو ځواکونو د کمېټۍ مشر وئيلي امريکا اوس هم پاکستان کې درې مهم مفادات لري ، چې پکې د القاعده د بيا راپورته کېدو او يو ځايې کېدو مخنيوی، د ايټمي وسلې د خورېدنې لار نيول او د سيمې ثبات ته وده ورکول شامل دي .
د ميرين کور مشر جنرال جوزف اېف ډنفورډ څوک چې دا وخت د امريکايي ميرين ځواک مشر دی ، هغه وئيلي د پرامنه افغانستان دپاره د پاکستان مرستې مهمې دي .
نوموړي دغه خبرې د امريکايي سينيټ د ارمډفورسز د کميټۍ د درې ساعته اورېدنې په مهال کړي او قانون سازو په راتلونکې کې د امريکې او پاکستان په اړيکو کې د دلچسپۍ څرگندونه کړې ده .
جنرال ډنفورډ وئيلي د امريکا په مشرۍ اتحاد او افغان حکومت په افغانستان او پاکستان کې د داعش په خورېدو ژور نظرساتي ، او د دغې گواښ د مخې نيولو په لړ کې نزدې مرستې دوامداره ساتي .
پوځي مشر د يو باثباته او جمهوري افغانستان د يقيني کولو په لړ کې سيمه ايزه برخه مهمه ګڼلې او وئيلي يي دي، مونږ د افغانستان او پاکستان د اړيکو حوصله افزايي کوؤ او دواړو هېوادونو ته د راپېښو خطرو د مخې نيولو په لړ کې مونږ د هغويې لخوا په پورته شوؤ هڅو خوشحاله يو .
د نوموړي ترمخه د پاکستان د امريکي د قامي سلامتۍ د ګټو دپاره بنيادي حيثيت لري ، او دا خبره يې ضروري بللې چې القاعده ته د ماتې ورکولو او په افغانستان کې د امن په ځايې کېدو دپاره دې امريکا د پاکستان سره مرستې دوامداره وساتي .
جنرال جوزف وئيلي پاکستان د کولېشن فنډ تر ټولو لويې اخيستونکی پاتې شوی او اوس هم دی ، او پاکستان سره پائيداره شراکت داري د امريکې په گټه ده .
نوموړي زياته کړې چې پاکستان ته ورکړی شوی امريکايي امداد په افغانستان کې عملياتو او د القاعده په ضد اپرېشن فعال کړی ؤ او د امريکې سټراټيجيکې ګټو ته يې تحفظ ورکړی ؤ .
هغه وئيلي که چرته تعنياتي يې وشي نو پاکستاني پوځ سره به کار دوامداره ساتي د دې دپاره چې هغويې نوره کارروايي وکړي .
امريکايي جنرال د افغانستان او پاکستان د اړيکو په حواله وئيلي د اشرف غني د صدر جوړېدو وروستو د دواړو هېوادونو تعلقات ښه شوي دي . او زياته کړې يې ده دا په ډاګه خبره ده چې د افغانستان او پاکستان امنيت يو بل سره تړلی دی او دواړه ملکونه د دوه اړخيزه اړيکو او مرستو زياتولو په لړ کې کار کوي .
جنرال جوزف وئيلي د القاعده او نورو ترهګرو ډلو په ضد جنگ کې پاکستان د امريکې مرستې کړي دي .
هغه زياته کړې چې په شمالي وزيرستان او نورو سيمو کې د پاکستان لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې هغه ډلې وهلې شوي د چا نه چې په افغانستان کې امريکايي پوځ او د هغويې اهدافو ته خطره وه . هغه وئيلي چې د دغو ګټو ترلاسه کولو دپاره به پاکستان سره کار دوامداره ساتو .