لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: سيمه ايز هېوادونه دې راسره ترهګرپه شريکه وچقوي


اشرف غني وئيلي ، ترهګر د مرکزي ايشيا، چين، پاکستان، روس، سعودي عرب او مينځني ختيز څخه افغانستان او افغانان خپل هدف ګرځوي .
اشرف غني وئيلي ، ترهګر د مرکزي ايشيا، چين، پاکستان، روس، سعودي عرب او مينځني ختيز څخه افغانستان او افغانان خپل هدف ګرځوي .

د افغانستان صدر اشرف غني وايي ترهګرد نورو هېوادونو د پولو څخه افغانستان ته وراوړي او دغه هېواد خپل هدف ګرځوي . افغانستان چې لکه څه رنګه د نورو هېوادونو په استازيتوب د ترهګرو په وړاندې مقابله کوي هم دغه راز دې نور هېوادونه هم ترهګر د خپل ګډ دښمن په ګڼلو سره د افغانستان سره په شريکه له مينځه يوسي .

د جمعې په ورځ د شنګهايي د مرستو د سازمان په ۱۵م غونډه کې چې د روسيې په اوفاې ښار کې جوړه شوې وه ، افغان صدر په وينا کې ووئيل ، مونږ په دې وروستيو کې د داعش او پاکستاني طالبانو دوه مهم مشران وژلي دي ، او په پوره مسؤليت سره د وران کارو په ضد په مبارزه بوخت يو .

د هغه وينا وه ترهګر د مرکزي ايشيا، چين، پاکستان، روس، سعودي عرب او مينځني ختيز څخه افغانستان او افغانان خپل هدف ګرځوي .

نوموړي د غونډې په برخه والو غږ وکړو ، مونږ ته پېښ ګواښونه مشترک دي نو بايد په ضد يې ګامونه هم په ګډ ډول واخلو .

افغان صدر ووئيل د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د معلوماتو شريکولو او د ګډو تدبيرونو او څارنې د لارې مونږ کولی شو چې معلومه کړو ترهګر څوک دي له کوم ځايه راځي څوک ورسره مرستې کوي او څوک يې تقويه کوي چې زمونږ او ستاسو په خاوره د بې ګناه وګړو د وژنې باعث ګرځي .

نوموړي په افغانستان کې د نشه ايې توکو نه هم سر وټکوؤ او وړانديز يې وکړو چې بايد د شنګهايي د مرستو تنظيم د وزيرانو په کچ د ترهګرۍ او مخادره موادو په ضد مبارزې دپاره يو ځانګړی کانفرنس او ګډ سيمه ايز پروګرام راجوړ کړي او افغانستان تيار دی چې د دغه کانفرنس په خپله غاړه واخلي .

افغان صدر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې په دې وروستيو کې د افغانستان دننه د داعش وسله وال په چټکتيا سره خپل فعاليتونه پراخه کوي ، او د دغه هېواد يوې لويې وسله والې مذهبي ډلې حزب اسلامي هم داعش څخه تېره ورځ د خپل ملاتړاعلان کړی ؤ .

له دې وړاندې هم وخت په وخت افغان چارواکو دريځ خپل کړی چې افغانستان ته وران کاري د پاکستان او مرکزي ايشيا د ځينې نورو هېوادونو څخه د وران کارۍ دپاره وراوړي .

خو پاکستان مدام دغسې تورونه رد کړي او وايي افغانستان کې د سولې او ثبات پلوي دی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG