لاس رسیدونکی لینک

بلوچستان: تربت کې نهه کسان وژل شوي


د بلوچستان په تربت ضلع کې له دې وړاندې هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته شوي دي .

د پاکستان بلوچستان صوبې په تربت ضلع کې په دوه بيلابيلو پېښو کې شپږ کسان په ډزو وژل شوي او درې نور مړي ترلاسه شوي دي .

د بلوچستان صوبې د ليويز چارواکو په وينا د تربت ضلعې په نصيراباد سيمه کې نامعلومو وسله والو په يو ګاډي ډزې کړي چې په نتيجه کې يې شپږ کسان وژل شوي دي .

راپورونه وايي په وژل شوؤ کسانو کې يو د ناقانونه ګرځول شوې ډلې مشرکمانډرفضل حېدر هم شامل دی . په نورو وژل شوؤ کسانو کې د پينځه ؤ پېژندګلو شوې او يو نه دی پېژندل شوی .

د ليويز چارواکي وايي حمله کوؤنکي د بريد وروستو د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي ، او مړي د تربت سول روغتون ته وړل شوي دي .

چارواکي وايي امنيتي ځواکونه موقعې ته رسېدلي او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .

راپورونه د ليويز چارواکو د قوله وايي چې د جمعې په ورځ د تربت ضلعې د هوشپ سيمې نه د درې نورو کسانو مړي هم ترلاسه شوي دي . خو تراوسه پورې د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو نه ده شوې .

د بلوچستان په تربت ضلع کې له دې وړاندې هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته شوي دي .

XS
SM
MD
LG