لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت وائي طالبانو سره يې لمړۍ خبرې کاميابې وې


حکمت خليل کرزي وئيلي دي مري کې دترسره شوؤ خبرو اترو يو مهم اړخ دا هم ؤ چې ددغو خبرو اترو لپاره دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک له لوري هم استازي ورليږل شوي وؤ
حکمت خليل کرزي وئيلي دي مري کې دترسره شوؤ خبرو اترو يو مهم اړخ دا هم ؤ چې ددغو خبرو اترو لپاره دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک له لوري هم استازي ورليږل شوي وؤ

دافغانستان حکومت افغان طالبانو سره دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې ترسره شوي لمړي باضابطه خبرې اترې کاميابې گرځولي دي.

مري کې دمذاکراتو په دغه پړاؤ کې دافغان حکومت هيئت مشري مرستيال خارجه وزير حکمت خليل کرزئ کړې وه اؤ هغه دخبرو اترو څخه وروستو دافغانستان پلازمينې کابل ته درسيدو وروستو وئيلي دي پوخ باور لري چې کومو خلکو سره يې خبرې کولې هغوي دطالب مشرانو له لوري ورليږل شوي استازي وؤ.

حقاني ډله دپولې پورې غاړې افغانستان کې په افغان عسکرو اؤ بهرنو ځواکونو بريدونو کې ککړ ډله بللى شي اؤدپاکستان له لوري شمالي وزيرستان کې دعملياتو دپيل کيدو څخه وروستو افغان اؤ امريکائي چارواکو تورونه لولي وؤ چې دضرب عضب په نوم دغو عملياتو کې نۀ يواځې دا چې هغوي دحقاني ډلې جنيالي نۀ په نخښه کوي بلکې هغوي ته يې خوندي لار هم ورکړې ده.

خو اوس حکمت خليل کرزي وئيلي دي مري کې دترسره شوؤ خبرو اترو يو مهم اړخ دا هم ؤ چې ددغو خبرو اترو لپاره دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک له لوري هم استازي ورليږل شوي وؤ.

افغان طالبانو خپل يو بيان کې په ډاگه کړې چې دهغوي ډله خپلو تگلارو کې دوخت سره سره بدلونونه راولي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمېنځ خبرو اترو کې د امريکې، چين او د ملگرو ملتونو استازې هم د مبصرينو په حېث موجود وو.

له دې وړاندې د پاکستان خارجه وزارت د غونډې په اړه خپل بيان کې وئيلي وؤ "د افغانانو په مشرۍ او ملکيت کې د امن او جوړجاړي عمل کې د مرستې په لړ کې پاکستان د افغان حکومت او تحريک طالبان افغانستان د استازو تر مېنځ د خبرو اترو کوربه توب کړى."

دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو راتلونکى پړاؤ به دروژې څخه وروستو کيږي ، دکوم لپاره چې دټولو خواؤ دخپل مينځي رايې په اتفاق سره نيټه ټاکلى شي.

پاکستان افغانستان کې داوږدمهاله امن لپاره دافغان حکومت اؤ طالبانو دامادگۍ اؤ هڅو ستائينه کړې.

پاکستاني چارواکو وئيلي خبرو اترو کې يې دطالبانو دټولو ډلو داستازيتوب باوري کولو لپاره محنت کړى اؤ دهغوي له لوري طالبانو ته دمذاکراتو لپاره دنۀ اماده کيدو په صورت کې دسختو ممکنه نتيجو دخبرداري پيغام هم ورکړل شوى.

امريکا دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات داوږدمهاله امن په لوري مهم پرمختگ گرځولى.

دسپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ وئيلي وؤ دمذاکراتو په کوربه توب امريکا دپاکستان دهڅو اعتراف کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG