لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې دطالبانو اؤ افغان حکومت دمذاکراتو لمړى پړاؤ پاې ته رسيدلى


بيان کې وئيل شوي دي چې ددغه ليدنې په مهال دامريکا اؤ چين استازي هم موجود وؤ.

دپاکستان په کوربه توب دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دخبرو اترو لمړى پړاؤ دشورو په ورځ دپاکستان دسيلگرۍ په مقام مري کې پاې ته رسيدلى اؤ په دغه مهال دواړه خواوې په بيا ليدنې متفق شوي دي.

دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت له لوري جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې دافغانانو په مشرۍ دجوړجاړي عمل کې دمرستې ورکولو دژمنې ترمخه پاکستان دافغانستان اؤ افغان طالبانو ترمينځ دمذاکراتو کوربه توب کړى دى.

بيان کې وئيل شوي دي چې ددغه ليدنې په مهال دامريکا اؤ چين استازي هم موجود وؤ.

دخارجه وزارت بيان کې وئيل شوي دي چې دخپلو مشرانو له لوري واکمنو ټولو خواؤ افغانستان اؤ سيمه کې دامن دگډ خواهش څرگندونه وکړه اؤ دمذاکراتو گډون والو افغانستان کې دامن اؤ جوړجاړې په طريقو خبرې اترې وکړې

دپاکستان دخارجه وزارت ترمخه سيمه کې داوږدمهاله امن لپاره په دې خبره اتفاق وکړى شو چې دې عمل کې به هره ډله په پوره خُلوص اؤ بشپړه ژمنې سره گډون کوي.

دمذاکراتو گډون والو په ددې ضرورت اعتراف وکړو چې دټولو خواؤ ترمينځ دباور جوړونې لپاره دې گامونه واخستل شي.

دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو راتلونکى پړاؤ به دروژې څخه وروستو کيږي ، دکوم لپاره چې دټولو خواؤ دخپل مينځي رايې په اتفاق سره نيټه ټاکلى شي.

پاکستان افغانستان کې داوږدمهاله امن لپاره دافغان حکومت اؤ طالبانو دامادگۍ اؤ هڅو ستائينه کړې ده.

پاکستاني چارواکو وئيلي دي خبرو اترو کې يې دطالبانو دټولو ډلو داستازيتوب باوري کولو لپاره محنت کړى اؤ دهغوي له لوري طالبانو ته دمذاکراتو لپاره دنۀ اماده کيدو په صورت کې دسختو ممکنه نتيجو دخبرداري پيغام هم ورکړل شوى.

امريکا دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات داوږدمهاله امن په لوري مهم پرمختگ گرځولى.

دسپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ دنهې په ورځ وئيلي دي دمذاکراتو په کوربه توب امريکا دپاکستان دهڅو اعتراف کوي.

دمذاکراتو په دغه پړاؤ کې دافغان حکومت دهيئت مشري مرستيال خارجه وزير حکمت خليل کرزئ کړې اؤ دافغان صدر اشرف غني ملگرى حاجي دين محمد اؤ دستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله يو ملگرى محمد ناطقي شامل وؤ.

دافغان طالبانو دهيئت مشري دقطر څخه ورغلي ملا عباس دراني کړې ده، دمذاکراتو په دغه پړاؤ کې دپاکستاني هيئت مشري خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري کړې ده.

پاکستان کې ترسره شوي دغه مذاکرات اوس اوس دچين په ارومچي ښار کې دطالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ دخبرو اترو دوهم پړاؤ گرځولى شي.

دطالبانو وياند ارومچي کې دترسره شوؤ خبرو اترو په اړه وئيلي وؤ يواځې قطر کې موجود دهغوي مشران دغسې خبرې کولى شي.

طالبانو تيره مياشت منلې وه چې په ناروى کې يې ديو افغان هيئت سره ، چې په ښځو مشتمل ؤ، غيررسمي خبرې اترې کړي دي.

په ياده دې وي چې تيره مياشت دافغانستان صدر اشرف غني پاکستان افغانستان کې د روانې جگړې سبب بللی ؤ اؤ وئيلي يې وؤ ‌طالبان خو د کور خلک دي بايد هغوئ سره له سولې وړاندې پاکستان سره د سولې خبرې وکړل شي.

اشرف غني په پاکستان دغه سختې نيوکې وروستو له هغې کړې وې چې هغه څو اوونۍ دمخه ديو خط له لارې په پاکستان کې دموجودو طالب مشرانو په ضد پاکستاني چارواکو څخه دسختو گامونو اخستو اؤ دهغوي دملاتړ دپريښودو غوښتنې وکړې.

XS
SM
MD
LG