لاس رسیدونکی لینک

اسلام آباد کې د افغان حکومت او د طالبانو مذاکرات


دافغان صدر اشرف غني دټوئټر په اکاؤنټ يو بيان کې وئيل شوي دي” طالبانو سره مذاکراتو لپاره دافغانستان دسولې دعالي شورا يو هيئت پاکستان ته سفر کړى دى“

دنهې په ورځ چارواکو وئيلي دي افغان طالبانو سره دخبرو اترو دپيل کولو لپاره دهڅو کولو په غرض يو افغان هيئت اسلام اباد ته رسيدلى.

د اسلام اباد له لوري وړاندې دافغانانو په مشرۍ دامن دعمل دملاتړ ژمنې شوي خو کابل په دې خبره ټينگار کوي چې په دغه اړه يواځې لفظونه کافي نۀ دي بلکې پاکستان ته به عملي گامونه اخستل وي.

خو دطالبانو له لوري افغان حکومت سره دخبرو اترو دپيل کولو په اړه تر دې مهاله کوم غبرگون مخې ته نۀ دى راغلى اؤ له دې وړاندې هغوي افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو تر وتلو افغان حکومت سره دخبرو پيل کولو څخه انکار کړى.

په نزدې مياشتو کې دافغانستان څخه بهر دافغان چارواکو اؤ افغان طالبانو ترمينح گڼې غيررسمي غونډې شوي خو ددواړو خواؤ ترمينځ دباضابطه امن خبرو اترو دپيل کيدو په اړه کوم واضحه پرمختگ نۀ دى شوى.

افغانستان کې د١٣ کلن ياغيتوب دختمولو لپاره که هر څو افغان طالبانو سره دخبرو اترو هڅې کيږي خو سږکال دروايتي سپرلي دجگړې داعلان څخه وروستو ټول افغانستان کې دتشدد پيښو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.

دافغان صدر اشرف غني دټوئټر په اکاؤنټ يو بيان کې وئيل شوي دي” طالبانو سره مذاکراتو لپاره دافغانستان دسولې دعالي شورا يو هيئت پاکستان ته سفر کړى دى“

داشرف غني مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي ددغه اعلان پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې دهيئت مشري دبهرنو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزئ کوي.

هاشمي پاکستان کې دممکنه خبرو اترو اؤ طالبانو دگډون په اړه تفصيلات نۀ دي ورکړي.

طالبانو تيره مياشت منلې وه چې په ناروى کې يې ديو افغان هيئت سره ، چې په ښځو مشتمل ؤ، غيررسمي خبرې اترې کړي دي.

په ياده دې وي چې تيره مياشت دافغانستان صدر اشرف غني پاکستان افغانستان کې د روانې جگړې سبب بللی ؤ اؤ وئيلي يې وؤ ‌طالبان خو د کور خلک دي بايد هغوئ سره له سولې وړاندې پاکستان سره د سولې خبرې وکړل شي.

اشرف غني په پاکستان دغه سختې نيوکې وروستو له هغې کړې وې چې هغه څو اوونۍ دمخه ديو خط له لارې په پاکستان کې دموجودو طالب مشرانو په ضد پاکستاني چارواکو څخه دسختو گامونو اخستو اؤ دهغوي دملاتړ دپريښودو غوښتنې وکړې.

XS
SM
MD
LG