لاس رسیدونکی لینک

د٨ؤ ورځو پوځي لگښتونه دې په تعليم ولگولى شي، ملاله يوسفزئ


ملالې يوسفزئ وويل چې دتعليم ترلاسه کول دهر ماشوم بنيادي حق دى اؤ نړيوال مشران دې دهر ماشوم دتعليم دودې لپاره ژمنه وکړي.

ناروى کې داوسلو تعليمي غونډې ته دوينا په مهال دجينکو دتعليمي حق لپاره په نړيواله کچه غږ پورته کوونکې پُښتنې ملالې يوسفزئ په نړيوالو مشرانو غږ کړى چې په وسلو دې دپيسو لگولو پځايې په تعليم پيسې ولگوي.

ملالې يوسفزئ وويل چې دتعليم ترلاسه کول دهر ماشوم بنيادي حق دى اؤ نړيوال مشران دې دهر ماشوم دتعليم دودې لپاره ژمنه وکړي.

هغې وويل په ټوپکو دپيسو لگولو پځايې زمونږ دمستقبل لپاره کتابونه غوره سرمايه ده اؤ زياته يې کړه چې په ټوله نړۍ کې دې ماشومانو ته تر ١٢ؤ کلونو ويړيا تعليم ورکړل شي.

ملالې دنړۍ په مشرانو زور راوړو چې داتوؤ ورځو پوځي لگښتونه دې ماشومانو لپاره د١٢ؤ کلونو په ويړيا تعليم ولگولى شي.

دملالې يوسفزئ ددغه وينا په مهال دپاکستان وزيراعظم نواز شريف هم موجود ؤ.

هغې وويل” دا به لويه شميره ښائي خو حقيقت دا دى چې دا لويه نۀ ده“

ملالې وويل” په حقيقت کې ، دبدبختۍ نه په پوځ يواځې په اتوؤ ورځو کې 39 بلينه ډالره لگښت کيږي“

دهغې وينا وه دبدبختۍ نه په زرگونو جينکۍ اؤ هلکان سکولونو کې هره ورځ غيرمحفوظ دي اؤ په زياترو بريدونه شوي اؤ دملالې په قول دهغې لپاره تر ټولو بده پيښه دهغې دخپل هيواد پاکستان په پيښور ښار کې د١٣٠ؤ سکول دماشومانو وژنه وه.

هغې وويل دهاغو جينکو څخه يوه ده چې دتعليم دورکړې څخه ورته انکار شوى ، خو يو څيز شته چې هغه يې ځانگړې جوړه کړې اؤ هغه”تاسو“ يئ.

ملالې وويل” کله چې طالبانو زۀ سکول ته دتللو څخه منعې کړم اؤ غوښتل يې چې ما خاموشه کړي نو ”تاسو“ مې دفاع وکړه، تاسو زما لپاره غږ پورته کړو، دعامو وکړه، کله چې زما غږ خاموشه کړى شو نو تاسو په دغو تورو ورځو کې زما سندره ووئيله، ځه دخپلې کورنۍ اؤ دټولې نړۍ دملينونو خويندو اؤ وروڼو دملاتړ له امله مضبوطه شوم. “

هغې وويل”ستاسو دعاگانو اؤ ستاسو مينې زما قيصه ناوياته کړې ده“

دماشومانو اؤ په ځانگړې توگه دجينکو دتعليم دحق لپاره په غږ پورته کوونکې ملالې يوسفزئ اکتوبر ٢٠١٢م کې دسوات په مينگوره ښار کې حمله شوې وه چې پکې هغه سخته ژوبل شوې وه.

ددغه حملې ذمه واري طالبانو په غاړه اخستې وه اؤ ميډيا ته يې وئيلي وؤ که ملاله په دغه حمله کې ژوندۍ پاتې شوه نو بيا به يې هم په نخښه کوي.

ددغه حملې نه پس اول پيښور اؤ بيا دراولپينډۍ په پوځي هسپتالونو کې دملالې ابتدائي علاج وشو اؤ وروستو هغه برطانيې ته ديو ځانگړي جهاز په ذريعه ورسول شوه اؤ دغلته يې علاج وشو، ملاله يوسفزئ هم په دغه ملک کې ميشته ده اؤ تعليم حاصلوي

XS
SM
MD
LG