لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سري لنکا ته ٩ کاله پس ټيسټ سيريز کې ماتې ورکړې


ديونس خان اؤ شان مسعود ترمينځ د٢٤٢ اؤ کپتان مصباح الحق اؤ يونس خان ترمينځ د١٢٥ رنز دناقابل شکست شراکت دارۍ له امله پاکستان دسري لنکا د٣٧٧ رنز هدف ددريوؤ وکټو په تاوان ترلاسه کړو.
ديونس خان اؤ شان مسعود ترمينځ د٢٤٢ اؤ کپتان مصباح الحق اؤ يونس خان ترمينځ د١٢٥ رنز دناقابل شکست شراکت دارۍ له امله پاکستان دسري لنکا د٣٧٧ رنز هدف ددريوؤ وکټو په تاوان ترلاسه کړو.

پاکستان ديونس خان اؤ شان مسعود دسنچريانو په مرستې سره سري لنکا ته ټيسټ سيريز کې ٩ کاله پس ماتې ورکړې ده.

دپالي کيلى نړيوال کرکټ اسټيډيم کې لوبول شوي ميچ کې دشان مسعود اؤ يونس خان څخه وروستو دمصباح اؤ يونس خان ترمينځ دغوره شراکت دارۍ له امله پاکستان سري لنکا ته دپالي کيلى ټيسټ کې په ٧ؤ وکټو ماتې ورکړې ده.

ديونس خان اؤ شان مسعود ترمينځ د٢٤٢ اؤ کپتان مصباح الحق اؤ يونس خان ترمينځ د١٢٥ رنز دناقابل شکست شراکت دارۍ له امله پاکستان دسري لنکا د٣٧٧ رنز هدف ددريوؤ وکټو په تاوان ترلاسه کړو.

يونس خان ١٧٧ اؤ مصباح الحق په ٥٩ رنز ناټ اؤټ پاتې شول، شان مسعود ١٢٥، اظهرعلي پينځه اؤ احمدشهزاد بغير دکوم رن څخه اؤټ شو.

دسري لنکا له لوري دهميکا پراساد، سرنگا لکمل اؤ تهرندو کشال يو ، يو وکټ ترلاسه کړه.

له دې وړاندې سري لنکا پخپل لمړي اننگز کې ٢٧٨ اؤ دوهم کې ٣١٣ رنز جوړ کړي وؤ اؤ پاکستان پخپل لمړي اننگز کې يواځې په ٢١٥ رنز اؤټ شوى ؤ خو پاکستان ته دگټې لپاره د٣٧٧ رنز هدف ورکړل شو.

دبيټنگ په اغاز کولو دپاکستان دوه بيټسمينان د١٣ په مجموعي سکور پويلين ته ستانۀ شول، دهدف په تعاقب کې دمايوسه کوونکي اغاز څخه وروستو شان مسعود اؤ يونس خان په ذمه وارانه انداز کې بيټنگ وکړو اؤ پاکستان يې دگټې لوري ته ورسم کړو ، وروستو ديونس اؤ مصباح ترمينځ هم غوره شراکت داري وشوه اؤ کپتان په چکې لگولو سره سري لنکا څخه دغه ميچ وگټلو.

په غوره کارکردگۍ وړاندې کولو يونس خان دميچ تر ټولو غوره اؤ ياسر شاه دسيريز غوره لوبغاړى وگرځولى شول.

له دې وړاندې پاکستان ٢٠٠٦م کې سري لنکا ته ټيسټ ميچ کې ماتې ورکړې وه

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG